HadeethEnc · 1.46.0
که پر مؤمنانو -او یا زما پر امت مې- د سختۍ کولو (ویره نه وي) نو خامخا به مې ورته د هر لمانځه پر مهال د مسواک وهلو امر کړی و
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «که پر مؤمنانو -او یا زما پر امت مې- د سختۍ کولو (ویره نه وي) نو خامخا به مې ورته د هر لمانځه پر مهال د مسواک وهلو امر کړی و».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي که چېرته پر مؤمنانو د سختۍ راوستلو وېره نه وی نو د هر لمانځه پر مهال به یې پرې مسواک وهل واجب کړي و.
03
Benefits
پر خپل امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني او پر هغوی د سختۍ راوستلو وېره.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر واجبوالی، مګر دا چې دلیل شتون ولري چې دا نفلي حکم دی.
د هر لمانځه پر مهال مسواک وهل مستحب دي او فضیلت لري.
ابن دقيق العيد رحمه الله فرمايي: د لمانځه په وخت کې د مسواک کولو حکمت دا دی چې دا الله تعالی ته د نژدې والي حالت دی، نو پکار ده چې د عبادت د شرافت د څرګندولو لپاره د کمال او پاکوالي په حالت کې وي.
د حدیث له عموم څخه معلومیږي چې د روژه نیونکي لپاره هم د مسواک دا حکم شامل دی، که څه هم له زوال څخه وروسته وي، لکه د: ماسپښین او مازدیګر لمونځونه.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares