د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو ایوب انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي ."
Explanation
د دغو دوو جګړه مارو تر منځه غوره هغه څوک دی چې د پرېکون له منځه وړلو هڅه کوي، او په سلام پيل کوي، او دلته له پرېکون څخه موخه د ځان په خاطر پرېښودل دي، او د الله تعالی لپاره (د یو چا) پرېښودل؛ لکه د ګناهکارانو، بدعتیانو او بدو ملګرو پرېښودل نو د دې لپاره نېټه نه ټاکل کیږي، بلکه دا پرېکون به د مصلحت پورې تړلي وي، او د مصلحت په له منځه تللو سره به له منځه ځي.
Benefits
د سلام فضیلت، او دا چې سلام هغه څه (کینه او حسد) چې په نفس کې دي له منځه وړي، او دا د مینې نخښه ده.
اسلام د خپلو پيروانو تر منځه په ورورګلوۍ او نږدېوالي ټینګار کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

