کله چې زه (اسرا او معراج) ته پورته کړی شوم، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شوم چې په اوسپنیزو نوکانو یې د خپلو مخونو او سینو غوښې شوکارې کولې
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې زه (اسرا او معراج) ته پورته کړی شوم، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شوم چې په اوسپنیزو نوکانو یې د خپلو مخونو او سینو غوښې شوکارې کولې نو ما وویل چې: اې جبرائیله دا څوک دي، هغه وویل: دا هغه خلک دي چې د خلکو غوښې خوري (غیبت یې کوي) او په عزتونو کې یې غږیږي».
Explanation
Benefits
د خلکو په عزتونو کې خبرې کول لکه غیبت او داسې نور له کبیره ګناهونو څخه دي.
طيبي په دې اړه ویلي: (یخمشون) کله چې د مخ او سینو شوکارې کول د هغو ښځو صفت دی چې (په مړي) ستاینې کوي، نو دا یې د هغه چا لپاره سزا وګرځوله چې غیبت کوي او د مسلمانانو په عزتونو کې غږېږي، پدې معنا چې دا د سړیو صفتونه ندي، بلکې دا په ډېره ناوړه او بدو حالتونو کې د ښځو صفتونه دي.
په غیبو او ټولو هغو شیانو ایمان درلودل واجب دي چې الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبر ورکړی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

