كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ، وَإِنَّ مِنَ المُجَاهَرَةِ أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ بِاللَّيْلِ عَمَلًا، ثُمَّ يُصْبِحَ وَقَدْ سَتَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ، فَيَقُولَ: يَا فُلاَنُ، عَمِلْتُ البَارِحَةَ كَذَا وَكَذَا، وَقَدْ بَاتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ، وَيُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللَّهِ عَنْهُ».
«زما ټول امتیان بخښل شوي دي پرته له هغو څخه چې د - ګناه - ښکاره کوونکي وي، او -ګناه- ښکاره کوونکي خلک هغه دي چې: یو سړی د شپې یو کار (ګناه) وکړي، بیا په داسې حال کې سهار کړي چې الله د هغه ستر او پرده کړي وي، بیا ووايي: اې فلانیه! ما تېره شپه داسې او داسې وکړل، او حال دا چې هغه به په داسې حال کې شپه تېره کړې وي چې الله تعالی د هغه ستر او پرده کړي وي، خو دی به سبا د هغه څه څخه پرده پورته کړي چې الله پرې پرده اچولې وه».
Explanation
Benefits
د ګناه په ډاګه کولو سره د مؤمنانو تر منځه بد کاري خپریږي.
الله تعالی چې د چا پرده په دنیا کې وکړي په اخرت کې یې هم کوي، دا پر بندګانو د الله تعالی د لوی رحمت ښودنه کوي.
څوک چې په کومه ګناه اخته شوی وي باید پر ځان پرده واچوي او الله تعالی ته توبه وباسي.
د هغه چا د ګناه لوی والی چې په ښکاره ګناه کوي او ځان له بخښلو څخه بې برخې کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

