ای الله! زه پر تا له کمزورۍ، سستۍ، بزدلۍ، بخل، زړښت او د قبر له عذابه پناه غواړم، ای الله! زما نفس ته تقوا ورکړه او پاک یې کړه، ته تر ټولو ښه پاکوونکی یې، ته د هغه ساتونکی او مالک یې، ای الله! زه پر تا له داسې علمه پناه غواړم چې ګټه ونه لري، له داسې زړه نه چې وېره پکې نه وي، له داسې نفس نه چې نه مړېږي، او له داسې دعا څخه چې نه قبلېږي
له زید بن ارقم رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه تاسو ته نه وایم مګر هماغه څه چې رسول الله ﷺ به فرمایل، هغه به فرمایل: «ای الله! زه پر تا له کمزورۍ، سستۍ، بزدلۍ، بخل، زړښت او د قبر له عذابه پناه غواړم، ای الله! زما نفس ته تقوا ورکړه او پاک یې کړه، ته تر ټولو ښه پاکو…

