نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس ترې وغواړئ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبادة بن الصامت رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: «په جنت کې سل درجې دي، د هرو دوو درجو ترمنځ واټن د آسمان او ځمکې ترمنځ په اندازه واټن دی، او فردوس تر ټولو لوړه درجه ده، له هماغې څخه د جنت څلور واړه ویالې بهېږي، او د هغې له پاسه عرش دی؛ نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس ترې وغواړئ».
Explanation
Benefits
د الله څخه د فردوس الأعلی جنت غوښتلو ته هڅونه.
فردوس د جنت تر ټولو لوړه او غوره برخه ده.
مسلمان ته په کار ده چې همت یې لوړ وي، او هڅه وکړي چې د الله تعالی په نزد تر ټولو لوړې او غوره مرتبې وغواړي.
د جنت څلور ویالې هغه دي چې په قرآن کې ذکر شوي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: {د هغه جنت مثال چې متقیانو ته وعده ورکړل شوې، پکې ویالې دي: د اوبو ویاله چې بدبویه نه دي، د شیدو ویاله چې خوند یې نه بدلېږي، د شرابو ویاله چې څښونکو ته خوندور دي، او د صفا شاتو ویاله} (محمد سورت ۱۵ آیت)
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

