بېشکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: بېشکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي دوی به نه تشې متیازې کوي او نه ډکې، او نه به لیاړې او بلغم تو کوي، د هغوی ږمنځې به له سرو زرو څخه وي او خولې (عرق) به یې مشک وي، بخورونه (د خوشبویۍ مواد) به یې د (عود الأنجوج) څخه وي (دا د خوشبویه لرګي یو ښه کیفیت لرونکی لرګی دی چې د دودولو پر مهال ښایسته بوی کوي)، یو ډول خوشبویي ده، ښځې به یې حورالعین وي، ټول به د یوه سړي په شکل وي؛ د خپل پلار آدم په صورت، چې قد به یې شپېته ذراعه لوړ وي».
Explanation
Benefits
(ذهن ته) د معنا او شرحې په نږدې کولو کې د تشبیه کارول.
قرطبي ویلي: کېدای شي وویل شي چې جنتیان ږمنځو ته څه اړتیا لري، حال دا چې هغوی به لغړزني وي او وېښتان به یې نه خیرنېږي، او هغوی به خوشبویۍ ته څه اړتیا لري، حال دا چې خپل بوی به یې له مشکو نه زیات ښایسته او پاکیزه وي؟ وایي: د جنتیانو نعمتونه لکه خوراک، څښاک، جامې، خوشبويي — دا ټول به د لوږې، تندې، لوڅوالي یا بدبويۍ له امله نه وي، بلکې دا خالص خوندونه دي چې یو پر بل پسې به راځي، او حکمت یې دا دی چې دوی به له هغه ډول نعمتونو څخه برخمن کېږي چې په دنیا کې به ورکول کېدل.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

