قُلِ اللهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي، وَاذْكُرْ بِالْهُدَى هِدَايَتَكَ الطَّرِيقَ، وَالسَّدَادِ سَدَادَ السَّهْمِ». «ووایه! اې الله! ماته هدایت وکړه او توفیق راکړه، او په هدایت سره د لارې د ښودلو یادونه وکړه، او په توفیق سره د غشي پر ځای د لګېدلو یادونه وکړه
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له علي رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «قُلِ اللهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي، وَاذْكُرْ بِالْهُدَى هِدَايَتَكَ الطَّرِيقَ، وَالسَّدَادِ سَدَادَ السَّهْمِ».
«ووایه! اې الله! ماته هدایت وکړه او توفیق راکړه، او په هدایت سره د لارې د ښودلو یادونه وکړه، او په توفیق سره د غشي پر ځای د لګېدلو یادونه وکړه».
Explanation
هدایت: په تفصیل او اجمال سره د حق پېژندل او په ظاهر او باطن کې د هغه پیروۍ کولو ته وایي.
او سداد (توفیق): په ټولو چارو کې کاميابي او استقامت دی، یعنې هغه څه چې سم او پر حقه وي، او دا په وینا، عمل او عقیده کې نېغه لار ده.
او ځکه چې معنوي چاره په احساس سره روښانه کیږي، نو په داسې حال کې چې ته دا دعا کوې، دا راپه زړه کړه چې: (هدایت: تاته لارښوونه ده) نو په زړه کې داسې راوله چې ته د داسې یو چا په څېر لارښوونه غواړې لکه چې مسافر وي، ځکه چې هغه له سمې لارې څخه ښي او چپ طرف ته نه وځي، تر څو د لارورکۍ څخه بچ شي؛ او په همدې توګه خوندیتوب تر لاسه کوي او ژر تر ژره خپل هدف ته رسیږي.
(او موفقیت لکه: د غشي لږېدل) ته ګورې چې کله غشی ولې څومره په تېزۍ سره خپل هدف ته رسیږي، نو ویشتونکی چې کله هدف ولي، غشی د هدف لورې ته سموي، نو همدا رنګه ته هم د الله تعالی څخه سوال کوې چې د کوم هدف نیت لرې چې د غشې په څېر دې ورسیخ کړي؛ نو ته به په سوال کولو کې هدایت ته د رسېدو غوښتونکی یې چې تر پای دې مقصد ته ورسوي.
نو دا معنا دې را په زړه کړه، تر څو د الله تعالی څخه هدف ته د رسېدو سوال په داسې بڼه وکړې لکه څنګه چې غشی د مقصد په لور ولې چې هدف ته ورسېږي.
Benefits
پدې الفاظو سره دعا غوښتل مستحب دي چې توفیق او هدف ته رسېدل پکې یو ځای شوي دي.
بنده ته په کار دی چې په خپلو ټولو چارو کې له الله تعالی څخه مرسته وغواړي.
د ښوونې پر مهال د متل وړاندې کول.
د هدایت غوښتنه د خپل حالت د ښه والي سره یوځای کول، او په دوامداره توګه دا غوښتنه تکرارول او د سترګو د رپ په اندازه ترې بې پروایي نه کول او د راتلونکي حالت سمونتیا، دا ټول د (اهدني) یعنې "ما ته لارښوونه وکړه": په کلمه کې راځي، سره له دې چې دی د هدایت په لور روان وي. او دا وینا یې چې فرمایي: (وسددني) او ما موخې ته ورسوه، معنا یې دا ده چې له هغه هدایت څخه مې مه بې لارې کوه چې ورته رسېدلی یم.
بلونکی ته په کار دی چې خپلې دعا ته زیاته پاملرنه وکړي، او د دعا پر مهال یې معنا په زړه کې حاضره کړي؛ نو پدې سره ښایي دعا یې قبوله شي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

