نرم او سخت وریښمین کالي مه اغوندئ، او د سپینو او سرو زرو په پیالو کې څښاک مه کوئ، او مه یې په لوښو کې خوراک کوئ، ځکه دا د هغوی (کافرو) لپاره په دنیا او زموږ لپاره په آخرت کې دي
له عبدالرحمن بن ابي لیلی څخه روایت دی چې دوي له حذیفه سره وو، هغه اوبه وغوښتې، نو یو مجوسي اوبه ورکړې، کله یې چې لوښی په لاس کې ورکړ بېرته یې پرې وویشت او ویې ویل: که چېرته مې هغه یو یا دوه ځلې منع کړی نه و - لکه چې غوښتل یې داسې ووایې چې: داسې کار به مې نه و کړی- خو ما…

