HadeethEnc · 1.46.0
د مسلمان ازار - یعنې لنګ يا پرتوګ - د پښو تر نیمایي پورې دی، او هغه څه چې د پښې د ګيټيو (ښنګري) او نصف الساق ترمنځ وي نو ګناه پرې نشته یا باک نه لري، خو کوم چې د ښنګري (ګیټیو) نه ښکته شي نو هغه په اور کې دی، څوک چې خپل لباس (کمیس او یا پرتوګ) په غرور او تکبر سره (په ځمکه) رټاکاږي، نو الله تعالى به ورته ونه ګوري
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له أبو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د مسلمان ازار - یعنې لنګ يا پرتوګ - د پښو تر نیمایي پورې دی، او هغه څه چې د پښې د ګيټيو (ښنګري) او نصف الساق ترمنځ وي نو ګناه پرې نشته یا باک نه لري، خو کوم چې د ښنګري (ګیټیو) نه ښکته شي نو هغه په اور کې دی، څوک چې خپل لباس (کمیس او یا پرتوګ) په غرور او تکبر سره (په ځمکه) رټاکاږي، نو الله تعالى به ورته ونه ګوري»
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې مسلمان نارینه پرتوګ (هغه څه چې د سړي ښکته نیمایي بدن پوښي) درې حالاتونه لري: لومړی حالت: مستحب دی چې د ساق یا پنډۍ تر نیمایي پورې وي. دویم: جایز حالت چې مکروه نه دی، هغه دا دی چې ازار له نېمایي نه لاندې تر ښنګرو یا ګیټیو پورې وي؛ یعنې د پښې هغه دوه راوتي هډوکو پورې چې د پښې او قدم په بند کې دي. دریم حالت: حرام دی چې ازار د پښو له ښنګرو (ګیټیو) نه لاندې وي، نو د دې خطر شته چې د اور (سوځېدو) وړ وګرځي، خو که دا کار په غرور، خوښۍ، او سرکښۍ سره ترسره شي نو (ترسره کوونکي ته به) الله تعالی (د رحمت په نظر) ونه ګوري.
03
Benefits
دا ځانګړنه او ګواښ یوازې د نارینه وو لپاره دی او ښځې له دې څخه مستثنا دي، ځکه دوی ته حکم شوی چې خپل ټول بدن پټ وساتي.
هر څه چې د نارینه وو نیمایي ښکته بدن پوښي، ازار بلل کېږي؛ لکه پرتوګ، کالي (جامې) او داسې نور ټول د دې حدیث په یادو شرعي احکامو کې شامل دي.
هر څه چې د نارینه وو نیمایي ښکته بدن پوښي، ازار بلل کېږي؛ لکه پرتوګ، کالي (جامې) او داسې نور ټول د دې حدیث په یادو شرعي احکامو کې شامل دي.
Attribution
[ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

