په اخيري وخت کې به داسې خلک راڅرګند شي چې عمرونه یې لږ او عقلونه یې کم وي، د مخلوق تر ټولو ښه وینا به کوي، خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه وځي
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی (وايي) کله چې زه تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث بیانوم، نو دا چې له اسمان څخه لاندې راپریوځم راته ډېره غوره دي لدې چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درواغ ووایم، او کله چې تاسو سره هغه خبرې کوم چې زموږ او ستاسو تر منځه خپلم…

