په تاسو کې غوره زما پیړۍ ده، بیا ورپسې هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي، بیا هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
د عمران بن حصین رضي الله عنهما څخه روایت دی، وايي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: «په تاسو کې غوره زما پیړۍ ده، بیا ورپسې هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي، بیا هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي» عِمران وايي: زه نه پوهېږم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له دوو نسلونو یادونه وکړه، که له دریو، بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «بېشکه له تاسو وروسته به داسې قوم راشي چې خیانت به کوي او د باور وړ به نه وي، ګواهي به ورکوي خو د شاهدۍ غوښتنه به ترې نه وي شوې، نذرونه به کوي خو پوره کوي به یې نه، او چاغوالی به پکې ښکاره شي».
Explanation
Benefits
ابن حجر ویلي: د حدیث معنا دا ده چې صحابه له تابعینو څخه غوره دي، او تابعین د تبع تابعینو له اتباعو څخه غوره دي، خو دا چې دا غوره والی د ټولې ډلې (مجموع) په لحاظ دی، که د افرادو په لحاظ؟ دا د بحث ځای دی، او جمهورو علماوو د افرادو د غوره والي نظر غوره کړی دی.
په دې عبارت کې اشاره ده دې ته چې د دریو لومړنیو نسلونو (قرون ثلاثه) د لارې پیروي اړینه ده؛ ځکه هر څوک چې د نبوت له زمانې سره نېږدې وي، نو هغه د فضیلت، علم، د رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې د اقتدا له پلوه ډېر د دې فضیلت مستحق دی.
نذر دا دی چې مکلف (مسلمان بالغ انسان) خپل ځان د داسې عبادت پابند کړي چې شریعت پرې لازم کړی نه وي، او دا په هرې هغې وینا سره کېږي چې د نذر معنا ورکوي.
د خیانت، نذر نه پوره کولو او له دنیا سره د تعلق بدي.
د هغې شاهدۍ بدي چې له غوښتنې پرته ورکړل شي او د حق خاوند پرې پوه وي، خو که چېرته پرې پوه نه وي نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې وینا کې داخلېږي چې فرمایلي یې دي: «آیا تاسو ته د غوره شاهدانو په اړه خبر درنکړم؟ هغه څوک چې مخکې لدې شاهدي ورکوي چې غوښتنه یې ترې وشي». مسلم روایت کړی دی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

