Prophetic Hadeeth Encyclopedia
Search and read verified Prophetic hadeeth translations, explanations, benefits, categories and source attribution.
Search the Hadeeth Encyclopedia
Smart instant results tolerate minor spelling mistakes, with every filter in one place.
نبوي لارښوونې
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د اودس ماتي ځای ته ننوته، نو ما او زما په څېر یو بل ځوان به ورسره د اوبو کوزه او نیزه ګرځوله، نو په اوبو به یې استنجا کوله
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې لس رکعتونه یاد کړي دي
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې لس رکعتونه یاد کړي دي: دوه رکعتونه د ماسپښین له لمانځه څخه مخکې، او دوه ترې وروسته، او دوه رکعته له ماښام نه وروسته په کور کې، او دوه رکعتونه د ماخوستن نه وروسته په کور کې، او دوه رکع…
کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې له خوبه پاڅېد، نو په مسواک به یې خپله خوله پاکوله
له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې له خوبه پاڅېد، نو په مسواک به یې خپله خوله پاکوله.
له الله پرته بل برحق معبود نشته، هلاکت دی عربو ته د هغه شر له امله چې په ریښتیا نږدې شوی، نن ورځ د یاجوج او ماجوجو هغه کنډو دومره پرانیستل شو
له زینب بنت جحش رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ویره کې هغې ته ورغی او ویې فرمایل: «له الله پرته بل برحق معبود نشته، هلاکت دی عربو ته د هغه شر له امله چې په ریښتیا نږدې شوی، نن ورځ د یاجوج او ماجوجو هغه کنډو دومره پرانیستل شو» بیا یې خپله غ…
کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کاوه نو خپل لاسونه به یې - له بغلونو دومره - ازاد کړل چې د تخرګونو سپینوالی به یې ښکاره شو
له عبدالله بن مالک بن بحینة رضی الله عنه څخه روایت دی چې: کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کاوه نو خپل لاسونه به یې - له بغلونو دومره - ازاد کړل…
ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم به په داسې حال کې له یوه لوښي څخه لامبل چې دواړه به جنب وو، او کله به چې حېض وم، نو امر به یې راته وکړ چې ځان بسته کړه نو زما سره به نږدې کېده (لوبې به یې کولې) او زه به حاېضه وم،
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې: ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم به په داسې حال کې له یوه لوښي څخه لامبل چې دواړه به جنب وو، او کله به چې حېض وم، نو امر به یې راته وکړ چې ځان بسته کړه نو زما سره به نږدې کېده (لوبې به یې کولې) او زه به حاېضه وم، ا…
څه حال دی د هغو خلکو چې داسې او داسې یې ویلي؟ خو زه لمونځ کوم او ویده کېږم، روژه نیسم او بوزه کېږم، او له ښځو سره واده کوم، نو څوک چې زما له سنت (طریقې) نه مخ اړوي، هغه زما له امت څخه نه دی
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې: د پېغمبر ﷺ د صحابه کرامو څخه څو تنو د هغه ﷺ له مېرمنو څخه د هغو عملونو په اړه پوښتنه وکړه چې هغه یې په پټه کوي؟ (کله چې خبر شول) نو ځینو یې وویل: زه به له ښځو سره واده نه کوم، او ځینو وویل: زه به غوښه نه خورم، او ځینو وویل: زه به پر…

