هېڅ داسې مسلمان نشته چې داسې دعا وکړي چې ګناه یا د خپلوانو پرېکون پکې نه وي، مګر دا چې الله تعالی به ورته درې شیان ورکړي: یا خو به یې دعا ژر قبوله شي، یا به یې الله تعالی ورته د آخرت لپاره ذخیره کړي، او یا به ترې د هغې په اندازه کوم شر دفع کړي، صحابه کرامو وویل: نو موږ به ډېرې دعاګانې کوو، هغه وفرمایل: الله ډېر (قبلوونكي او د ډېر خېر والا دی
له ابو سعید رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «هېڅ داسې مسلمان نشته چې داسې دعا وکړي چې ګناه یا د خپلوانو پرېکون پکې نه وي، مګر دا چې الله تعالی به ورته درې شیان ورکړي: یا خو به یې دعا ژر قبوله شي، یا به یې الله تعالی ورته د آخرت لپاره ذخیره ک…

