HadeethEnc · 1.46.0
بېشکه چې ستاسو رب ډېر حیاناک او عزتمند دی، هغه له خپل بنده نه حیا کوي چې کله ورته لاسونه پورته کړي او بېرته یې تش ور وګرځوي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له سلمان رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بېشکه چې ستاسو رب ډېر حیاناک او عزتمند دی، هغه له خپل بنده نه حیا کوي چې کله ورته لاسونه پورته کړي او بېرته یې تش ور وګرځوي».
02
Explanation
نبي صلی الله عليه وسلم د دعا پر مهال د لاسونو په پورته کولو ټینګار کوي او خبر راکوي چې الله تعالی ډېر حیاء لرونکی ذات دی، او هېڅکله ورکړه نه پرېږدي، له بنده سره هغه څه کوي چې هغه پرې خوشحالېږي، او هغه څه پرېږدي چې زیان ور رسوي، (کریم) دی؛ له غوښتنې پرته ورکړه کوي، نو له غوښتنې وروسته به یې څنګه نه ورکوي؟ هغه د خپل مؤمن بنده څخه حیا کوي چې لاسونه یې د دعا لپاره ورپورته کړي او بیا یې تش، ناهیلي او له قبلولو پرته یې پرېږدي.
03
Benefits
انسان چې هر څومره الله تعالی ته خپلې اړتیاوې وړاندې کوي او بندګي ورته ښیي، همغومره یې د دعا د قبلېدو لپاره هیله مندي زیاتېږي.
دعا کولو ته هڅوونه او دا چې پر مهال یې لاسونه پورته کول مستحب دي او د دعا د قبلېدو له لاملونو څخه یو دی.
د بندګانو په حق کې د الله د کرم او رحم د پراخوالي بیان.
دعا کولو ته هڅوونه او دا چې پر مهال یې لاسونه پورته کول مستحب دي او د دعا د قبلېدو له لاملونو څخه یو دی.
د بندګانو په حق کې د الله د کرم او رحم د پراخوالي بیان.
Attribution
[ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

