افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم.
#8903[صحيح دی]
HadeethEnc · 1.46.0

دوه ډوله د جهنم خلک دي چې ما تر اوسه نه دي لیدلي: يو ډول داسې خلک دي چې د غواګانو د لکیو په څېر قمچیني ورسره وي او خلک پرې وهي او هغه ښځې چې جامې لري خو بربنډې وي، سړي ورته مایله کیږي او دوی سړیو ته میلان پیدا کوي

Available translations

Choose an available translation of this Hadeeth

01

Hadeeth text

له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «دوه ډوله د جهنم خلک دي چې ما تر اوسه نه دي لیدلي: يو ډول داسې خلک دي چې د غواګانو د لکیو په څېر قمچیني ورسره وي او خلک پرې وهي او هغه ښځې چې جامې لري خو بربنډې وي، سړي ورته مایله کیږي او دوی سړیو ته میلان پیدا کوي، سرونه یې داسې جوړ کړي وي لکه د اوښ د مایله بوقان په څېر، دوی به جنت ته داخلې نه شي، او نه به یې بوی ومومي، حال دا چې بوی یې په دومره دومره مسافه کې موندل کېدلی شي».
02

Explanation

رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوه ډوله دوزخیانو په اړه خبرداری ورکړی چې لیدلي یې ندي او د هغه په وخت کې لا دا ډول خلک نه و راښکاره شوي، بلکې له هغه نه وروسته به راځي.

لومړۍ ډول: هغه خلک دي چې د غواګانو د لکیو په څېر اوږدې قمچیني لري او خلک پرې وهي، نو دا پولیس او د ظالمانو ملاتړي دي چې خلک په ناحقه وهي.

دویم ډول: هغه ښځې دي چې د عفت او حیا جامې یې لرې کړې وي چې معمولا ښځې یې په فطري لحاظ لري.

او داسې یې توصیف کړې چې: په حقیقت کې جامې لري، خو په معنوي لحاظ لوڅي وي؛ ځکه نرۍ جامې اغوندي چې پوستکي ترې ښکاري، د بدن یوه برخه پوښي او بله د ښایست ښودلو په موخه لوڅوي. دوی د سړیو زړونه د دوی په جامو او په ځانګړې توګه قدم اخیستلو سره ځانته مایله کوي، خپلې اوږې کږوي، او نور انحراف او هغه بې لاریتوب ته رامایله کوي چې دوی په کې لویدلي دي. د دوی له ځانګړتیاوو څخه ځینې دا دي چې: سرونه یې د اوښ د مایل بوقان په څېر وي، دوی د خپلو سرونو حجم غټوي او سربند او نور شیان ترې تاووي. د اوښ له بوقان سره یې مشابهت د سر د پاسه د دوی د ویښتانو او کمڅیو د پورته کولو له امله دی او ویښتان داسې راماتوي چې کمڅۍ د سر یوې څنډې ته کږوي، لکه څرنګه چې د اوښ بوقان یو طرف ته مایله وي. نو په کومو مېرمنو کې چې دا صفتونه وي، په اړه یې دا سخت ګواښ راغلی دی چې جنت ته به نه ننوځي، نه به يې بوی مومي او نه به ورته نږدې شي، په داسې حال کې چې د جنت بوی له ډېرې لرې واټن څخه حس کیږي.
03

Benefits

د خلکو وهل او ورته د ضرر رسولو حراموالی په داسې حال کې چې کومه ګناه يې نه وي کړي.
له ظالم سره په ظلم کې د مرستې کولو حراموالی.
د ښځو له بې حجابۍ، مخ لوڅولو، تنګو او میېنو کالیو اغوستلو څخه وېرول چې عورت او بدن یې ترې ښکاري.
مسلمانې ښځې د الله تعالی د حکمونو څخه پیروۍ کولو ته هڅول او له هغه څه څخه یې وېرول چې هغه ناراضه کوي، او مېرمنې د دردناک او تلپاتې عذاب مستحقې ګرځوي.
حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت له دلایلو څخه دی، لکه څنګه چې هغه صلی الله علیه وسلم د غیبو په اړه چې لا پېښ شوي نه وو خبر ورکړ او بیا همغسې پېښ شول لکه څنګه یې چې په اړه خبر ورکړی و.

Attribution

[مسلم روايت کړی دی]

Categories

Share

Share hadeeth

Sharing options · 0 Total shares

Share

← Back to encyclopedia
Shopping Basket

Loading...