افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم.
#3345[صحيح دی]
HadeethEnc · 1.46.0

يُؤْتَى بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَيُلْقَى فِي النَّارِ، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُ بَطْنِهِ، فَيَدُورُ بِهَا كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِالرَّحَى

Available translations

Choose an available translation of this Hadeeth

01

Hadeeth text

له اسامه بن زید رضي الله عنه څخه روایت دی وایي هغه ته وویل شول چې: آیا ته عثمان ته نه ورځې چې (د شته فتنو په اړه ورسره) خبرې وکړې؟ هغه وویل: آیا تاسو فکر کوئ چې زه ورسره خبرې نه کوم، ځکه چې تاسو ته مې بېرته ندي اورولي؟ قسم په الله چې ما ورسره یو په یو خبرې کړي، خو نه غواړم داسې كومه خبره ډاګیزه كړم، چې زه لومړى کس اوسم په ډاګه کوم یې او نه هم هغه چا ته وايم چې پر ما باندې حاكم وي چې: هغه تر ټولو غوره انسان دی، ځکه ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې ويل يې: «يُؤْتَى بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَيُلْقَى فِي النَّارِ، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُ بَطْنِهِ، فَيَدُورُ بِهَا كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِالرَّحَى، فَيَجْتَمِعُ إِلَيْهِ أَهْلُ النَّارِ، فَيَقُولُونَ: يَا فُلَانُ مَا لَكَ؟ أَلَمْ تَكُنْ تَأْمُرُ بِالْمَعْرُوفِ، وَتَنْهَى عَنِ الْمُنْكَرِ؟ فَيَقُولُ: بَلَى، قَدْ كُنْتُ آمُرُ بِالْمَعْرُوفِ وَلَا آتِيهِ، وَأَنْهَى عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ».

«د قيامت په ورځ به يو سړى راوستل شي او اور ته به واچول شي، نو كولمې به یې راووځي، هغه به خپلې کولمې په ځان پسې راکاږي او داسې به تاویږي لکه څنګه چې خر مېچن تاووي، نو دوزخیان به ورته راټول شي، وایې به: اې فلانکیه، په تا څه شوي؟ آیا تا به خلکو ته په نېکۍ امر نه کاوه او له بدۍ به دې نه منع کول؟ نو وبه وایي: هو، ما به په نیکۍ امر کاوه او خپله به مې نه کوله، او له بدیو به مې خلک منع کول او خپله به مې کوله».
02

Explanation

اسامة بن زید رضي الله عنهما ته وویل شو: آیا عثمان بن عفان رضي الله عنه ته نه ورځې چې د هغه فتنې په اړه ورسره وغږیږې چې د خلکو تر منځ راپارېدلې ده، تر څو یې ختمه کړې، نو هغه ورته وویل چې په پټه یې ورسره د اصلاح لپاره خبرې کړي دي، نه دا چې فتنه راوپاروي، موخه یې دا وه چې نه غواړي د خلکو په مخکې په واکمنانو نیوکي وکړي، ځکه دا کار د خلیفه په وړاندې یو ډول جرات دی، چې دا په خپله د شر او فتنې دروازه خلاصوي، حال دا چې زه نه غواړم لومړی کس اوسم چې دا دروازه خلاصوي.

بیا اسامة رضي الله عنهما وفرمایل: چې دی په پټه واکمنانو ته نصیحت کوي او هیچا ته چاپلوسي نه کوي که هغه امیر هم وي، او تملق ورته هم نه کوي چې د هغوی په مخکې یې ناحقه ستاینه وکړي، دا ځکه چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي و چې د قیامت په ورځ به یو سړی راوستل شي او په اور کې به واچول شي، نو د سختې ګرمۍ او سخت عذاب له امله به یې په تېزۍ سره کولمې له ګېډي د باندې راووځي، نو په همدې حالت کې به خپلې کولمې د ځان پسې راکاږي او تاوېږي به لکه خر چې د مېچن تاوولو لپاره تاوېږي کله چې پرې اوړه کوي، نو دوزخیان به پرې د کړۍ په څېر راټول شي او پوښتنه به ترې وکړي چې: آیا تا موږ ته په نیکۍ امر نه کاوه او له بدیو دې نه منع کولو؟!

نو دی به ووایي: ما په نیکۍ امر کاوه خو خپله مې نه کوله، او له بدیو مې (خلک) منع کول او خپله به مې بدي کوله.
03

Benefits

واکمنانو ته په نصیحت کولو کې اصل دا دی چې یو په یو ورته وشي او دا چې سړی یې باید عامو خلکو ته ونه وایي.
د هغو کسانو لپاره سخت ګواښ چې وینا یې د عمل خلاف وي.
له واکمنانو سره ښه چلند کول او پر هغوی مهرباني، هغوی ته په نیکۍ امر کول او له بدیو یې منع کول.
په حق کې واکمنانو ته د چاپلوسۍ غندنه او د هغه څه ښکاره کول چې تر شا یې پټ دي لکه څوک چې د باطل لپاره تملق کوي.

Attribution

[متفق علیه دی]

Categories

Share

Share hadeeth

Sharing options · 0 Total shares

Share

← Back to encyclopedia
Shopping Basket

Loading...