دا یوه تیږه ده چې اویا کاله مخکې دوزخ ته ورګوزاره شوې وه، نو دا دی اوس په اور کې غورځیږي تر دې چې بیخ ته یې ورسیږي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې یو ناڅاپي غږ یې تر غوږه شو، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا پوهیږئ چې دا څه دي» وایي: موږ وویل چې الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: «دا یوه تیږه ده چې اویا کاله مخکې دوزخ ته ورګوزاره شوې وه، نو دا دی اوس په اور کې غورځیږي تر دې چې بیخ ته یې ورسیږي».
Explanation
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل: دا آواز چې تاسو واورېده د هغې ډبرې دی چې اویا کاله مخکې د دوزخ له څنډې خویه شوې وه، نو همداسې ور روانه وه او ورلویده، تر دې چې اوس یې بیخ ته ورسیده چې تاسو یې غږ واوریده.
Benefits
الله تعالی ته د هغه څه په اړه د پوهې نسبت چې انسان پرې نه پوهېږي.
د دې لپاره چې ښوونکی وکولی شي په ښه توګه نور پوه کړي باید ځانته یې پام راواړوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

