إِنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ أَيِسَ أَنْ يَعْبُدَهُ الْمُصَلُّونَ فِي جَزِيرَةِ الْعَرَبِ، وَلَكِنْ فِي التَّحْرِيشِ بَيْنَهُمْ». "په عربي ټاپووزمه کې شیطان له دې نا امیده شوی چې څوک یې عبادت وکړي، خو په دوی کې له مخالفتونو او تر منځه یې شخړو اچولو څخه نه دی نا امیده شوی
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «إِنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ أَيِسَ أَنْ يَعْبُدَهُ الْمُصَلُّونَ فِي جَزِيرَةِ الْعَرَبِ، وَلَكِنْ فِي التَّحْرِيشِ بَيْنَهُمْ».
"په عربي ټاپووزمه کې شیطان له دې نا امیده شوی چې څوک یې عبادت وکړي، خو په دوی کې له مخالفتونو او تر منځه یې شخړو اچولو څخه نه دی نا امیده شوی".
Explanation
Benefits
شیطان هڅه کوي چې د مسلمانانو تر منځ شخړو، دښمنیو، جنګونو او فتنو ته لمن ووهي.
په اسلام کې د لمانځه ګټه دا ده چې د مسلمانانو تر منځه مینه او محبت ساتي او د ورورګلوۍ اړیکي یې پياوړې کوي.
له شهادتینو نه وروسته لمونځ د دین تر ټولو لوی عبادت دی، له همدې امله مسلمانانو ته لمونځ کوونکي ویل کېږي.
عربي ټاپووزمه د نورو هیوادونو په پرتله ځانګړتیاوې لري.
که وویل شي چې د عربو د جزیرې په ځینو برخو کې بت پرستي شوې ده، حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (إن الشيطان قد أيس أن يعبده المصلون..) (شیطان له دې نا امیده شوی چې لمونځ کوونکي یې عبادت وکړي...) نو دا د شیطان په زړه کې د هغې نا امیدۍ په اړه څرګندونه ده چې د هغه په زړه کې له فتحو او بریاوو وروسته پيدا شوې او هغه مهال کله چې خلک ډلې ډلې په اسلام کې داخل شول، نو حدیث د شیطان د ګمان او توقع په اړه دی، چې حقیقت د دې پر خلاف و، د هغه حکمت له امله چې الله تعالی یې غواړي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

