الله تبارک و تعالی به جنتیانو ته ووایي: اې جنتیانو؟ هغوی به ووایي: مونږ دې پرله پسې امر پر ځای کولو ته تیار یو زمونږ ربه! او پرلپسې پرې خوښ یو، نو وبه وایي: آیا راضي یاست؟ هغوی به ووایي: مونږ به ولې نه راضي کیږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې خپلو هېڅ مخلوقاتو ته دې نه دي ورکړي؟
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله تبارک و تعالی به جنتیانو ته ووایي: اې جنتیانو؟ هغوی به ووایي: مونږ دې پرله پسې امر پر ځای کولو ته تیار یو زمونږ ربه! او پرلپسې پرې خوښ یو، نو وبه وایي: آیا راضي یاست؟ هغوی به ووایي: مونږ به ولې نه راضي کیږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې خپلو هېڅ مخلوقاتو ته دې نه دي ورکړي؟ نو وبه وایي: زه به تاسو ته له دې نه هم زیات غوره څه درکړم؟ هغوی به ووایي: اې ربه! لدې به نور کوم څه زیات غوره وي؟ هغه به وفرمایي: زه به تل له تاسو څخه د تل لپاره راضي یم او هېڅکله به درڅخه ناراضه نه شم».
Explanation
Benefits
د الله جل جلاله له لورې د جنتيانو لپاره زېرى چې له هغوی څخه به راضي وي، او تل به ترې خوښ وي چې هېڅکله به پرې نه غصه کیږي.
په جنت کې به هر څوک له خپل حالت څخه راضي وي، سره له دې چې د دوی مقامونه او درجې به سره مختلفې وي؛ ځکه چې ټولو په یوې کلمې ځواب ورکړی چې"تا موږ ته هغه څه راکړي چې په خپل مخلوق کې دې هېچا ته ندي ورکړي".
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

