HadeethEnc · 1.46.0
نه ځانته ضرر رسول شته او نه بل ته ضرر اړول
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو سعید سعد بن مالک بن سنان الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: رسول الله ﷺ وفرمایل: «نه ځانته ضرر رسول شته او نه بل ته ضرر اړول».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې له ځان او نورو څخه د هر ډول ضرر او ضرري پدیدې دفع کول واجب دي، نو د هېچا لپاره جواز نه لري چې خپل ځان او یا نورو ته زیان ورسوي. او ورته روا ندي چې د ضرر په مقابل کې په ضرر لاس پورې کړي، ځکه چې یو ضرر په بل ضرر سره له منځه نه وړل کېږي مګر دا چې قصاص وي، هغه هم له تېري پرته.
03
Benefits
د ضرر په اندازه له جزا ورکولو څخه د زیاتوالي ممانعت.
الله تعالی خپلو بندګانو ته د داسې څه امر نه دی کړی چې دوی ته زیان ورسوي.
دا حدیث د ضرر په حراموالي کې یوه قاعده ده او ضرر رسول په وینا، عمل او یا د په پرېښودلو په شکل وي.
د شریعت له قواعدو څخه یو دا دی چې "ضرر به لرې کیږي"، نو شریعت زیان نه مني، او ضرر ردوي.

Attribution
[ابن ماجه، الدارقطني او نورو مسنداً روایت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares