HadeethEnc · 1.46.0
کله چې ستاسو څخه یو څوک په خپلې ګېډه کې څه شی ومومي او په دې پوه نه شي چې ایا څه ترې ووتل که نه، نو تر هغه دې له جومات څخه نه وځي تر څو چې غږ واوري او یا باد بوي ومومي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې ستاسو څخه یو څوک په خپلې ګېډه کې څه شی ومومي او په دې پوه نه شي چې ایا څه ترې ووتل که نه، نو تر هغه دې له جومات څخه نه وځي تر څو چې غږ واوري او یا باد بوي ومومي».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې کله د لمونځ کوونکي په ګېډه کې څه شی ښکته پورته شي، نو دی پوه نه شي چې آیا څه ترې ووتل که نه ؟ نو د دې لپاره چې بیا اودس وکړي لمونځ دي تر هغه پورې نه پرې کوي تر څو له اودس ماتوونکي لامل څخه ډاډمن شي؛ داسې چې یا د باد غږ واوري، یا بوی حس کړي؛ ځکه چې یقیني شی په شک سره نه باطلیږي، پداسې حال کې چې د ده طهارت یقیني دی او اودس ماتېدل یې مشکوک حالت دی.
03
Benefits
دا حدیث د اسلام له اصولو څخه یو اصل او له فقهې قواعدو څخه یوه قاعده ده، هغه دا چې : یقین په شک سره له منځه نه ځي، او اصل هر څه په خپل حالت پرېښودل دي، تر دې چې د هغه خلاف شی یقیني شي.
شک په طهارت کې اغېزمن ندی، او لمونځ کوونکی په خپل طهارت پاتې دی تر هغه چې له بې اودسۍ څخه ډاډمن شي.
شک په طهارت کې اغېزمن ندی، او لمونځ کوونکی په خپل طهارت پاتې دی تر هغه چې له بې اودسۍ څخه ډاډمن شي.
Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

