HadeethEnc · 1.46.0
لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ، مَنْ ضَارَّ ضَرَّهُ اللَّهُ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللَّهُ عَلَيْهِ». " نه ضرر رامنځته کول شته او نه بل چاته ضرر رسول، چا چې - بل ته - ضرر ورساوه نو الله تعالی به هغه ته ضرر ورسوي، او چا چې په نورو سختي وکړه الله تعالی به پرې سختي راولي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ، مَنْ ضَارَّ ضَرَّهُ اللَّهُ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللَّهُ عَلَيْهِ».
" نه ضرر رامنځته کول شته او نه بل چاته ضرر رسول، چا چې - بل ته - ضرر ورساوه نو الله تعالی به هغه ته ضرر ورسوي، او چا چې په نورو سختي وکړه الله تعالی به پرې سختي راولي"
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې له ځان او نورو څخه د هر ډول ضرر او ضرري پدیدې دفع کول واجب دي، نو د هیچا لپاره دا جواز نه لري چې خپل ځان او یا نورو ته زیان ورسوي.
او ورته روا ندي چې د ضرر په مقابل کې په ضرر لاس پورې کړي، ځکه چې یو ضرر په بل ضرر سره له منځه نه وړل کیږي مګر دا چې قصاص وي، هغه هم له تیري پرته.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو کسانو لپاره د ضرر ګواښونه تشریح کړل چې خلکو ته زیان رسوي او د هغه چا لپاره سختي چې په خلکو باندې سختي کوي.

03
Benefits
د ضرر په اندازه له جزا ورکولو څخه د زیاتوالي ممانعت.
الله تعالی خپلو بندګانو ته د داسې څه امر نه دی کړی چې دوی ته زیان ورسوي.
د ضرر د رامنځته کولو او بل ته په وینا، فعل او یا پرېښودلو سره د ضرر رسولو حراموالی.
سزا د عمل له جنس څخه وي نو څوک چې ضرر رسوي، الله به هغه ته ضرر ورسوي او څوک چې - په چا - سختي کوي، الله به له هغه سره سختي وکړي.
د شریعت له قواعدو څخه یو دا دی چې "ضرر به لرې کیږي"، نو شریعت زیان نه مني، او ضرر ردوي.

Attribution
[الدار قطني روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares