اووه کسان دي چې الله تعالی به هغوی د خپل سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د الله له سیوري پرته به بل هېڅ سیوری نه وي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "اووه کسان دي چې الله تعالی به هغوی د خپل سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د الله له سیوري پرته به بل هېڅ سیوری نه وي: عادل پاچا، هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوی شوی وي، هغه سړی چې زړه یې له جوماتونو سره تړلی وي، هغه دوه کسان چې د الله لپاره یو بل سره مینه لري، په همدې سره یو ځای شوي وي او په همدې سره جلا شوي وي، او هغه سړی چې یوې د منصب او ښکلا خاوندې ښځې (بدکارۍ) ته بلنه ورکړې وي خو هغه ویلي وي: زه له الله نه وېرېږم، او هغه سړی چې په پټه صدقه ورکړي، تر دې چې چپ لاس یې نه پوهېږي ښي لاس یې څه ورکړي دي، او هغه سړی چې کله الله یاد کړي، نو سترګې یې له اوښکو ډکې شي".
Explanation
Benefits
ابن حجر د "في ظله" په اړه ویلي: ویل کېږي چې مراد ترې د الله تعالی د عرش سیوری دی، چې پدې خبره د سلمان حدیث دلالت کوي چې له سعيد بن منصور څخه په حسن اسناد روایت شوی دی "سبعة يظلهم الله في ظل عرشه"، یعنې «اووه نفر دي چې الله تعالی به ورته د خپل عرش په سیوري کې ځای ورکړي».
ابن حجر ویلي: تر ټولو ښه تفسیر د (عادل) لپاره دا دی چې هغه چاته ویل کېږي چې د الله تعالی اوامر تعقیبوي او هر شی په خپل ځای کې ږدي، نه افراط کوي او نه تفریط، او له دې امله یې مخکې راوړی چې نفع یې عامه ده.
د یو لمانځه پسې بل لمانځه ته د انتظار فضیلت.
نووي ویلي: پدې کې د الله لپاره محبت کولو ته هڅوونه او د دې کار ستر فضیلت بیان شوی دی.
منصب او ښکلا لدې امله په ځانګړې توګه بیان شوي چې ډېر خلک ورته لېوالتیا لري او د لاسته راوړلو لپاره یې هڅه کوي، او ترلاسه کول یې سخت دي.
په صدقه کې غوره دا ده چې پټه او له ریا څخه لرې وي، که څه هم صدقه او زکات په ښکاره ورکول هم مشروع دي، پدې شرط چې له ریا څخه پاک وي، او موخه یې د نورو هڅوونه وي چې صدقه وکړي، او نور پرې اقتدا وکړي، او د اسلام شعائر ښکاره شي.
دې اوو کسانو دا نعمتونه الله تعالی ته د اخلاص او د خپل نفس سره د مخالفت له امله تر لاسه کړي دي.
دا قول: "سبعة يظلهم الله": یعنې اووه کسان دي چې الله به یې تر سیوري لاندې کړي" دلته مراد همدا اوه کسان محدودول نه دي، بلکې له دې پرته نور کسان هم شته چې الله به یې د خپل عرش تر سیوري لاندې کړي.
ابن حجر ویلي: په دې حدیث کې د سړیو یادونه کوم مفهوم نه لري، بلکې ښځې هم له سړیو سره په یادو اعمالو کې شریکې دي، پرته له دې چې له عادل امام څخه مراد لوی امامت وي، که نه نو ښځه هم داخلېدای شي، کله چې د اولادونو خاوندې وي او په هغوی کې عدالت کوي، او د جومات ملازمې ځانګړنه له ښځې خارجېږي، ځکه د ښځې لمونځ په کور کې له جوماته غوره دی، او له دې پرته نورې ځانګړنې ښځو ته هم شاملې دي، حتی هغه سړی چې ښځې دعوت ورکړی، دا هم تصورېدای شي په ښځه کې، چې یو ښکلي پاچا بلنه ورکړې وي، خو هغې د الله تعالی له وېرې انکار کړی وي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

