HadeethEnc · 1.46.0
خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کوونکو ته امر کوي چې خپل صفونه سم کړي او تېر او بېر سره ونه دریږي او دا چې د صفونو سموالی د لمانځه له بشپړتیا او کمال څخه دي، او د صف په ګوږوالي کې ګډوډي او نېمګړتیا ده.
03
Benefits
د هر هغه شي د خيال ساتلو مشروعيت چې لمونځ پوره کوي او له نيمګړتياو څخه يې ساتي.
په ښوونه کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم حکمت، چې حکم یې د علت سره تړلی یاد کړ؛ تر څو د شریعت حکمت څرګند شي او نفسونه پیروۍ کولو ته وهڅول شي.
په ښوونه کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم حکمت، چې حکم یې د علت سره تړلی یاد کړ؛ تر څو د شریعت حکمت څرګند شي او نفسونه پیروۍ کولو ته وهڅول شي.
Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

