HadeethEnc · 1.46.0
ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي – يا ستاسو څخه څوک دا وېره نه لري چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کوي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي – يا ستاسو څخه څوک دا وېره نه لري چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کوي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره سخت ګواښ بیانوي چې له خپل امام څخه مخکې سر راپورته کوي، چې الله تعالی به یې سر د خره سر وګرځوي او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي.
03
Benefits
مقتدي له امام سره څلور حالتونه لري: درې هغه دي چې منع ترې شوې ده چې هغه: مخکې کېدل، برابر حرکت کول، او وروسته ترې پاتې کېدل دي، او د مقتدي لپاره روا حالت د امام متابعت کول دي.
په لمانځه کې پر مقتدي د امام متابعت واجب دی.
د هغه چا د څېرې بدلولو ګواښ چې له امام څخه مخکې سر پورته کوي چې سر به یې د خره شي او دا کار شونی دی او دا یو ډول مسخه ده.
په لمانځه کې پر مقتدي د امام متابعت واجب دی.
د هغه چا د څېرې بدلولو ګواښ چې له امام څخه مخکې سر پورته کوي چې سر به یې د خره شي او دا کار شونی دی او دا یو ډول مسخه ده.
Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

