اسلام نا اشنا پېل شوی، او بېرته به هم نا اشنا شي لکه څنګه چې پیل شوی و؛ نو د خوشحالۍ زیری دی هغو نا اشنا خلکو ته
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: « اسلام نا اشنا پېل شوی، او بېرته به هم نا اشنا شي لکه څنګه چې پیل شوی و؛ نو د خوشحالۍ زیری دی هغو نا اشنا خلکو ته».
Explanation
نو خوشحالي او نېکمرغي ده نا اشنا خلکو ته، او د زړه سکون، خوښي، او د سترګو په یخوالي هغوی ته (زیری دی).
Benefits
په دې کې د نبوت له نښو یوه نښه ده، ځکه چې رسول الله ﷺ د راتلونکو حالاتو په اړه خبر ورکړی، او هماغه شان پېښ شول لکه څنګه چې یې خبر ورکړی و.
د هغو خلکو فضیلت چې خپل وطن او خپلوان یې د اسلام لپاره پریښي او دا چې د هغوی لپاره جنت دی.
غرباء هغه کسان دي چې کله خلک فاسد شي، دوی اصلاح وي؛ همداراز هغه کسان دي چې د خلکو له خوا فاسد شوي حالتونه بېرته اصلاح کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

