خبردار اوسئ! شراب حرام شول
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له انس رضی الله عنه څخه روایت دی وایي: زه د ابو طلحه په کور کې ساقي وم، په هغه ورځ د خلکو شراب "فضیخ" و -له خرما جوړ شوي شراب- نو رسول الله ﷺ اعلانوونکي ته امر وکړ چې خلکو ته اعلان وکړي چې : خبردار اوسئ! شراب حرام شول،
انس وایي: ابوطلحه راته وویل: وځه، دا شراب توی کړه، نو زه ووتلم او شراب مې توی کړل، تر دې چې د مدینې په کوڅو کې وبهېدل، ځینو خلکو وویل: " ځینې خلک چې مړه شوي او شراب یې په نسونو کې و (یعنې د هغوی به څه کېږي) نو الله تعالی دا آیت نازل کړ:
{لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا}(المائدة: 93 آیت) یعني: پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي په پخواني خوراک او څښاک کومه ګناه نشته...)
Explanation
{پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي په هغه څه کومه ګناه نشته چې پخوا یې خوړلي او یا څښلي دي}. [المائدة: 93 آیت]. یعنې: پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، ګناه نشته په هغه څه کې چې دوی( له حرمت نه مخکې) خوړلي او یا څښلي دي.
Benefits
خمر: د هر هغه څه لپاره عمومي نوم دی چې نشه (مستي) راولي.
الفضیخ: هغه ډول شراب دي چې له بُسر (نیمه پخې) او پوره پخې خرماوو څخه جوړېږي، بې له دې چې اور ته واچول شي یا پخې شي، بسر هغه خرماوو ته وایي چې لا پوره پخې شوې نه وي.
ابن حجر وایي چې مهلب ویلي: شراب لدې امله په کوڅو کې توی کړای شول، تر څو د خلکو لپاره د دې اعلان شي چې شراب منع شوي او دا پرېښودل ښکاره شي، دا کار د مصلحت له مخې ښه و، که څه هم د کوڅو د ککړېدو زیان پکې و.
په خپلو بندګانو د الله تعالی د رحمت بیان، چې هغه له چا سره تر هغه پورې د عمل محاسبه نه کوي چې حکم یې نه وي نازل کړی.
الله عزوجل شراب حرام کړي دي، ځکه چې ډېر داسې فسادونه پکې دي چې عقل، مال، او دین ته زیان رسوي، انسان د شرابو له امله ډېر ګناهونه کوي، ځکه چې عقل یې له منځه تللي وي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

