HadeethEnc · 1.46.0
كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة». "هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکی شی حرام دی، څوک چې په دنیا کې شراب وڅښي او معتاد پرې مړ شي او توبه ونه کړي، نو په آخرت کې به شراب و نه څښي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة».
"هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکی شی حرام دی، څوک چې په دنیا کې شراب وڅښي او معتاد پرې مړ شي او توبه ونه کړي، نو په آخرت کې به شراب و نه څښي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې هر هغه څه چې عقل غیبوي او له منځه یې وړي نو هغه نشه کوونکي شراب دي، برابره خبره ده که هغه څښاک وي یا خوراک، تنفس وي او یا بل څه، او دا چې هر هغه څه چې انسان نشه کوي او عقل یې له منځه وړي نو الله تعالی هغه حرام کړی او منع یې ترې فرمایلې ده، هغه که لږ وي او یا ډېر. او دا چې چا هر ډول نشه یي توکي وڅښل او په دوامداره توګه یې څښل او تر مرګه یې ترې توبه ونه وېسته نو هغه د الله تعالی د عذاب مستحق دی چې په جنت کې به یې له شرابو محروم کړي.
03
Benefits
د شرابو د حراموالي لامل نشه ده، نو هر هغه شی چې انسان نشه کوي، هغه که هر ډول وي حرام دی.
الله تعالی شراب حرام کړي، ځکه چې لوی زیانونه او بدۍ پکې شتون لري.
په جنت کې د شرابو څښل د بشپړې خوښۍ او بشپړ نعمت نښه ده.
څوک چې په دنیا کې د شرابو له څښلو ډډه ونه کړي، الله تعالی به یې په جنت کې د شرابو له څښلو څخه محروم کړي، ځکه د عمل جزا یې له جنسه ده.
له مرګ نه مخکې د ګناهونو څخه توبې وېستلو ته هڅول.
الله تعالی شراب حرام کړي، ځکه چې لوی زیانونه او بدۍ پکې شتون لري.
په جنت کې د شرابو څښل د بشپړې خوښۍ او بشپړ نعمت نښه ده.
څوک چې په دنیا کې د شرابو له څښلو ډډه ونه کړي، الله تعالی به یې په جنت کې د شرابو له څښلو څخه محروم کړي، ځکه د عمل جزا یې له جنسه ده.
له مرګ نه مخکې د ګناهونو څخه توبې وېستلو ته هڅول.
Attribution
[مسلم روایت کړی او البخاري ترې اخري جمله روایت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

