HadeethEnc · 1.46.0
که چېرته یو سړی پکې د الحاد (له حقه د اوښتو) تش نیت هم وکړي، حال دا چې هغه په عدنِ أبین کې وي، نو الله به ورته دردناک عذاب وروڅکوي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه مرفوع روایت دی: د الله تعالی د دې وینا په اړه چې فرمایي: {وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ} [الحج: 25] یعنې: (او څوک چې په هغه (مسجد الحرام) كې په ظلم سره بې لاريتوب وغواړي، هغه ته به دردناک عذاب وروڅكو). وایي«که چېرته یو سړی پکې د الحاد (له حقه د اوښتو) تش نیت هم وکړي، حال دا چې هغه په عدنِ أبین کې وي، نو الله به ورته دردناک عذاب وروڅکوي».
02
Explanation
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د الله تعالی د دې وینا په اړه یادونه وکړه چې فرمایي: {وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ} ویې وویل: که د خلکو له ډلې څخه یو کس په زړه کې دا خبره تېره کړي او ټینګه اراده وکړي چې د مکې په حرم کې کوم بد کار وکړي، داسې کار چې په هغه سره د حرم هغه څه حلال وبولي چې الله پرتا حرام کړي لکه د ژبې (بد استعمال) یا قصدي وژنه، چې دا ظلم دی؛ او که دا اراده د یمن په عدن ښار کې هم وي، نو د همدې ارادې له امله مستحق دی چې الله تعالی پرې دردناک عذاب راولي، که څه هم هغه کار یې نه وي کړی؛ ځکه په دې کې یوازې اراده کول هم بسنه کوي.
03
Benefits
د حرم شریف د ځانګړتیا او تعظیم بیان.
سعدي ويلي: په دې مبارک آيت کې د حرم درناوي، د سخت تعظیم او پکې د ګناهونو له ارادې او ترسره کولو پر وړاندې خبرداری ورکړل شوی دی.
الضحاک ویلي: که یو سړی په مکه کې د ګناه اراده وکړي، حال دا چې هغه په بله ځمکه کې وي، نو ګناه پرې لیکل کېږي که څه هم هغه کار یې نه وي کړی.
سعدي ويلي: په دې مبارک آيت کې د حرم درناوي، د سخت تعظیم او پکې د ګناهونو له ارادې او ترسره کولو پر وړاندې خبرداری ورکړل شوی دی.
الضحاک ویلي: که یو سړی په مکه کې د ګناه اراده وکړي، حال دا چې هغه په بله ځمکه کې وي، نو ګناه پرې لیکل کېږي که څه هم هغه کار یې نه وي کړی.
Attribution
[احمد او الحاکم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

