د انسان د اسلام ښکلا پدې کې ده چې هغه څه پرېږدي چې د ده پورې اړه نه لري
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «د انسان د اسلام ښکلا پدې کې ده چې هغه څه پرېږدي چې د ده پورې اړه نه لري».
Explanation
Benefits
له ګټې خبرو او بېضرورته کارونو څخه ځان ساتل د دې نښه ده چې د انسان اسلام پوره (کامل) دی.
پر دې ټینګار چې انسان باید په هغو چارو بوخت شي چې د ده دین او دنیا سره تړاو لري، که د انسان د اسلام ښکلا پدې کې وي چې هغه څه پرېږدي چې اړه ورپورې نه لري، نو د هغه ښکلا بل اړخ دا هم دی چې په هغه څه بوخت شي چې اهمیت ورته لري.
ابن القيم رحمه الله وايي: نبي صلی الله عليه وسلم ټول ورع (تقوا او ځان ساتنه) په یوه کلمه کې رانغاړلی ده، نو فرمایلي یې دي: «د انسان د اسلام ښکلا پدې کې ده چې هغه څه پرېږدي چې ور پورې اړه نه لري». نو دا حکم د هغه هر څه پرېښودلو ته عمومي دی چې انسان پورې اړه نه لري، لکه خبرې کول، کتل، اورېدل، زور کارول، تګ، فکر کول، او نور ټول ظاهري او باطني حرکات، نو دا د ورع (ځان ساتنې) په اړه لنډه او جامعه جمله ده.
ابن رجب ویلي دي: دا حدیث د ادب (اخلاقو او ښه چلند) له بنسټیزو اصولو څخه یو اصل دی.
د علم پر زده کړه ټینګار، ځکه په علم سره انسان پر هغه څه پوهېږي چې ورته مهم وي او هغه چې ورته مهم نه وي.
په نیکۍ امر او له بدۍ څخه منع کول او نصیحت هغه څه دي چې انسان ته ارزښت لري؛ ځکه چې امر ورته پرې شوی دی.
د حدیث تر عمومي معنا لاندې دا هم راځي چې انسان باید له هغو چارو ځان لرې وساتي چې الله تعالی حرام کړي وي، یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ناخوښ کڼلي وي، همداراز له هغو کارونو څخه چې اړتیا ورته نه وي، که څه هم د آخرت له چارو څخه وي لکه: د غیبي چارو حقیقتونه، د الله د تدبیر (حکم او امر) اړوند د تفصیلاتو ژور بحثونه، هغه پوښتنې او بحثونه چې یوازې فرضي، جوړې شوې، یا نادرې مسئلې وي چې واقع شوې نه دي، یا ډېر لږ احتمال لري چې واقع شي، یا دا چې تصور یې هم ستونزمن وي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

