يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولې
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها».
«د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولې».
Explanation
Benefits
د قرآن کریم په تلاوت کولو ټینګار، په هغه کې مهارت، حفظ یې، پکې غور کول او پرې عمل کول.
جنت زیاتې درجې او منزلونه لري، چې په هغو کې به د قرآن خاوندان (حافظان او لوستونکي) تر ټولو لوړو درجو ته رسیږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

