څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو ملاېکو سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندېږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه اجرونه دي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو ملاېکو سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندېږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه اجرونه دي".
Explanation
Benefits
قاضي ویلي: د دې معنا دا نده چې څوک پکې تېندکونه وهي نو ثواب به یې له ماهر څخه زیات وي، بلکې ماهر ترې غوره دی او ثواب یې ډېر دی؛ ځکه چې هغه به له سفره ملاېکو سره وي او نور هم ډېر اجرونه لري، او د دې مرتبې یادونه یې د بل چا لپاره نده کړې، نو څنګه کېدی شي په اجر کې هغه څوک ورسره یو ځای شي چې د قرآن کریم حفظولو او پخولو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او نه یې داسې درک کوي او پاملرنه ورته کوي چې پکې ماهر شي.
ابن باز ویلي: څوک چې قرآن لولي او پکې ماهر وي؛ ښایسته یې لولي او سم یې حفظوي، نو هغه به له: (سفرة الکرام البررة) ملاېکو سره وي، یعنې: کله یې چې په وینا او عمل سره لولي، نه یوازې تلاوت کولو سره. داسې چې ښه یې لولي او عمل پرې کوي، نو په وینا او عمل کې به پرې ټېنګ ولاړ وي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

