څوک چې د الله جل جلاله له کتاب څخه یو حرف ولولي نو د هغه لپاره د هغه په څېر لس چنده نیکي ده
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې د الله جل جلاله له کتاب څخه یو حرف ولولي نو د هغه لپاره د هغه په څېر لس چنده نیکي ده، زه نه وایم چې (الم) یو حرف دی، بلکې (الف) حرف دی، (لام) حرف دی او (میم) حرف دی».
Explanation
بيا يې دا وینا په دې خبره روښانه کړه: چې (زه دا نه وايم چې الم (یو) حرف دى، بلکې الف حرف دى، لام حرف دى او ميم حرف دى) نو درې توري کیږي او دیرش نیکۍ پرې دي.
Benefits
لوستونکي ته د هرې کلمې د هر حرف په بدل کې نیکي ده چې په لس چنده ورته شمېرل کیږي.
د الله جل جلاله پراخه رحمت او سخاوت، چې بندګانو ته یې د خپل فضل او سخاوت له مخې اجر څو چنده کړی دی.
په نورو ویناوو د قرآن کریم فضیلت او دا چې تلاوت کول یې عبادت دی؛ ځکه چې دا د الله جل جلاله کلام دی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

