له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».
Explanation
له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق.
نو له الله جل جلاله څخه وېره دې ته وایي چې د الله تعالی د اوامرو په ترسره کولو او د هغه له ممانعتونو څخه د ځان ساتلو لپاره ستاسو او د الله تعالی د عذاب تر منځه وقایه وګرځوي.
او ښه اخلاق: چې په ورین تندي، احسان کولو او له ضرر څخه ځان ساتلو باندې کیږي.
او دا چې اور ته د ننوتلو ستر لاملونه دوه لاملونه دي چې عبارت دي له:
ژبې او شرمګاه څخه.
نو د ژبې له ګناهونو څخه: دروغ ویل، غیبت، چغلګري او داسې نور دي.
او د شرمګاه له ګناهونو څخه: زنا، لواطت او داسې نور دي.
Benefits
د ژبې خطر د خپل خاوند لپاره، او دا چې اور ته د ننوتلو یو لامل دی.
انسان ته د شهوت او بې حیایۍ خطر او دا چې دوزخ ته د ننوتلو تر ټولو زیات لاملونه -همدا- دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

