رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې «اللهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ، وَجِلَّهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلَانِيَتَهُ وَسِرَّهُ». ویل، یعنې «ای الله! ماته مې ټول واړه او غټ، اول او آخر، ښکاره او پټ ګناهونه وبخښه
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې «اللهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ، وَجِلَّهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلَانِيَتَهُ وَسِرَّهُ». ویل، یعنې «ای الله! ماته مې ټول واړه او غټ، اول او آخر، ښکاره او پټ ګناهونه وبخښه».
Explanation
Benefits
ویل شوي چې (الدِّق) یې ځکه په (الجِلّ) مخکې کړ، ځکه چې سوال کوونکی د سوال کولو پر مهال لږ لږ پورته کېږي، بل دا چې لوی ګناهونه ډېری وختونه هغه مهال رامنځته کېږي چې په وړو ګناهونو اصرار وشي او په اړه یې انسان بې پروا شي، نو داسې شول لکه چې د غټو ګناهونو لپاره وسیله وګرځېدل، او دا د وسیلې حق دی چې څه شي مخکې یاد کړي او څه شی وروسته.
د الله تعالی په وړاندې عاجزي کول، او ترې د ټولو کوچنیو او لویو ګناهونو بخښنه غوښتل.
نووي ویلي: پدې (حديث) کې پر دعا او د الفاظو په زیاتوالي یې ټینګار شوی، که څه هم ځینې (الفاظ) یې د نورو لپاره کفایت کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

