له ګمان څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «له ګمان څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده، او د خلکو عورتونو پسې مه ګرځئ، او جاسوسي مه کوئ، او له یوبل سره کینه مه کوئ، او یو بل ته شاه مه اړوئ، او یو پر بل مه غصه کیږئ، او ټول د الله جل جلاله بندګان شئ ورونه ورونه».
Explanation
(الظن) له دلیل پرته په زړه کې تور پورې کول، او دا یې بیان کړ چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده.
"تحسس" د سترګو یا غوږونو په واسطه د خلکو د پټو عیبونو پلټنه کول.
او (جاسوسي): چې د پټو معاملو په لټه کې وي، او اکثرا دا د بدۍ په اړه ویل کیږي.
او له حسد څخه: چې هغه د نورو لپاره د نعمت بد ګڼل دي.
او له یو بل څخه مخ اړول، نو نه سلام اچوي او نه د خپل مسلمان ورور لیدنې ته ورځي،
او له یو بل څخه کرکه کول، بد ګڼل او نفرت کول، لکه د نورو ازارول، او هغه چې تندی یې تروش نیولی وي او هغه چې په بد انداز سره خلکو سره مخ کیږي.
بیا یې یوه جامعه وینا وکړه چې د مسلمانانو خپلمنځي وضعیت پرې ښه کیږي: ( او د الله جل جلاله بندګان شئ ورونه ورونه) نو دیني ورورګلوي هغه اړیکه ده چې د خلکو تر منځه پرې اړیکې پیاوړې کیږي، او تر منځه یې مینه او محبت زیاتیږي.
Benefits
له تهمت څخه هغه یو مراد دی چې په زړه کې ځاي نیسي او ټینګار پرې وشي، خو کوم یو چې په زړه کې راځي او ځاي نه نیسي انسان پرې نه نیول کیږي.
د اسلامي ټولنې د غړو تر منځ د بې اتفاقۍ او د اړیکو پرې کولو د لاملونو ممانعت، لکه جاسوسي، حسد او داسې نور.
له مسلمان سره په نصیحت او محبت کې د ورور په شان چلند کول.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

