HadeethEnc · 1.46.0
کله به چې ( د رمضان د میاشتې وروستۍ) لسیزه داخل شوه نو شپه به یې رڼا کړه او خپله کورنۍ به یې ( د شپې) راویښه کړه او (د عبادت لپاره به یې) ملابند کلک کړ
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ام المؤمنین عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی وایي چې: کله به چې ( د رمضان د میاشتې وروستۍ) لسیزه داخل شوه نو شپه به یې رڼا کړه او خپله کورنۍ به یې ( د شپې) راویښه کړه او (د عبادت لپاره به یې) ملابند کلک کړ.
02
Explanation
نبي صلی الله علیه وسلم به چې کله د رمضان وروستۍ لس ورځې داخلې شوې، نو ټوله شپه به یې په ډول ډول عبادتونو سره تېروله، خپله کورنۍ به یې د لمانځه لپاره راویښوله، او په عبادت کې به یې له معمول څخه زیات کوښښ کاوه، ځان به یې عبادت ته وزګار کړ، او له خپلو مېرمنو به یې ځان ګوښه کاوه.
03
Benefits
په نیکو عملونو سره وقت غنیمت ګڼلو ته تشویق او لیوالتیا.
نووي ویلي: پدې حدیث کې راځي چې د رمضان په وروستیو لسو شپو کې له معمول څخه زیات عبادت مستحب دی، او همدا رنګه یې په عبادتونو سره تېرول مستحب دي.
بنده باید خپلې کورنۍ ته ډېره پاملرنه ولري چې په عبادت ورته امر وکړي او پر هغوی صبر وکړي.
نېک عملونه پیاوړتیا، صبر او پرلهپسې زغم ته اړتیا لري.
(امام) نووي ویلي: علماوو د "شدّ المئزر" (ملا تړلو) د معنی په اړه اختلاف کړی دی، ځینو ویلې: مطلب یې د هغه صلی الله علیه وسلم لخوا په نورو وختونو کې په عبادت له خپلې عادي رویې څخه زیات کوښښ کول دي، مطلب دا چې ملا به یې د عبادت لپاره تړلی وه، لکه چې وایي: "شددتُ لهذا الأمر مئزري" یعنې د دې کار لپاره مې ملا وتړله او ځان مې ورته فارغ کړ، او ویل شوي چې: دا یوه کنایه ده، یعنې د عبادت په خاطر له ښځو څخه ځان لرې ساتل.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares