HadeethEnc · 1.46.0
څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: "څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم په عبادت سره د قدر د شپې تېرولو له فضیلت څخه خبر ورکوي؛ کومه چې د رمضان د میاشتې په وروستیو لسو شپو کې ده، او دا چې چا پکې - په لمونځ کولو، دعاء، قرآن کریم لوستلو او ذکر کولو سره - زیار وویست، پداسې حال کې چې - د قدر په شپې او هغه څه یې چې په فضیلت کې راغلي دي - ایمان ولري، او په عمل سره یې د الله څخه د اجر لاسته راوړلو هیله وي؛ نه ځان ښودنه او شهرت، نو یقینا چې هغه انسان ته به د هغه ټول مخکني ګناهونه وبخښل شي.
03
Benefits
د قدر د شپې فضیلت او په عبادت سره یې په تېرولو ټینګار.
نېک عملونه یوازې د نیت له اخلاص سره منل کیږي.
د الله تعالی فضل او رحمت، ځکه چا چې د قدر شپه له ایمان او د ثواب په نیت په عبادت کې تېره کړه، د هغه مخکیني ګناهونه به وبخښل شي.
نېک عملونه یوازې د نیت له اخلاص سره منل کیږي.
د الله تعالی فضل او رحمت، ځکه چا چې د قدر شپه له ایمان او د ثواب په نیت په عبادت کې تېره کړه، د هغه مخکیني ګناهونه به وبخښل شي.
Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

