د رمضان په وروستیو لسو شپو کې د قدر شپه ولټوئ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د رمضان په وروستیو لسو شپو کې د قدر شپه ولټوئ».
Explanation
Benefits
الله جل جلاله د خپل رحمت له مخې دا شپه له خلکو څخه پټه کړې ده تر څو خلک په عبادت کې زیار وباسي، تر څو یې لاندې کړي او زیات ثوابونه وګټي.
د قدر شپه د رمضان په وروستۍ لسیزه کې وي او زیاته هیله مندي شته چې په تاقو شپو کې وي.
د قدر شپه د رمضان د وروستیو لسو شپو څخه یوه ده، دا هماغه شپه ده چې الله تعالی پکې قرآن کریم پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم نازل کړ، الله تعالی دغه شپه د برکت، عظمت او د نېکو عملونو د اجر له مخې تر زرو میاشتو غوره ګرځولې ده.
د دال توري په سکون سره "لیلة القدر" ورته ځکه ویل شوي چې یا خو: د عظمت او شرافت له مخې: لکه چې ویل کېږي: "فلانی د لوړ قدر خاوند دی، نو د شپې نسبت به داسې وي لکه: خپل صفت ته د یو شي نسبت، یعنې قدرمنه شپه، یعنې دا چې دا شپه تر پای پورې لوی قدر او لوړه مرتبه لري او له همدې امله "شریفه شپه" بلل شوې ده، الله تعالی فرمایي: ﴿ إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ ﴾ [الدخان: ۳] «بېشکه موږ هغه (قرآن) په یوه برکتناکه شپه کې نازل کړی». او یا دا چې د تقدیر او اندازې له مخې ورته د قدر شپه ویل شوې ده، نو معنا به یې دا وي چې دا هغه شپه ده چې پکې د ټول کال برخلیکونه او فیصلې کېږي، الله تعالی فرمایلي: ﴿ فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ ﴾ [الدخان: ۴] ، «په دې (شپه) كې د هر محكم كار پرېکړه كېداى شي».
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

