قسم په الله که چېرته ستا له امله الله يو سړي ته لار وښيي دا درته له سرو اوښانو غوره ده
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له سهل بن سعد رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خېبر په ورځ وفرمایل: «لَأُعْطِيَنَّ هَذِهِ الرَّايَةَ غَدًا رَجُلًا يَفْتَحُ اللَّهُ عَلَى يَدَيْهِ، يُحِبُّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيُحِبُّهُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ»، قَالَ: فَبَاتَ النَّاسُ يَدُوكُونَ لَيْلَتَهُمْ أَيُّهُمْ يُعْطَاهَا، فَلَمَّا أَصْبَحَ النَّاسُ غَدَوْا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كُلُّهُمْ يَرْجُو أَنْ يُعْطَاهَا، فَقَالَ: «أَيْنَ عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ؟» فَقِيلَ: هُوَ يَا رَسُولَ اللَّهِ يَشْتَكِي عَيْنَيْهِ، قَالَ: «فَأَرْسِلُوا إِلَيْهِ»، فَأُتِيَ بِهِ فَبَصَقَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي عَيْنَيْهِ وَدَعَا لَهُ، فَبَرَأَ حَتَّى كَأَنْ لَمْ يَكُنْ بِهِ وَجَعٌ، فَأَعْطَاهُ الرَّايَةَ، فَقَالَ عَلِيٌّ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أُقَاتِلُهُمْ حَتَّى يَكُونُوا مِثْلَنَا؟ فَقَالَ: «انْفُذْ عَلَى رِسْلِكَ حَتَّى تَنْزِلَ بِسَاحَتِهِمْ، ثُمَّ ادْعُهُمْ إِلَى الإِسْلاَمِ، وَأَخْبِرْهُمْ بِمَا يَجِبُ عَلَيْهِمْ مِنْ حَقِّ اللَّهِ فِيهِ، فَوَاللَّهِ لَأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلًا وَاحِدًا، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ يَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ».
«سبا ورځ به بیرغ هغه چاته ورکوم چې په لاسونو به یې الله فتح وکړي، دی هغه څوک دی چې د الله او د هغه د رسول سره مینه لري، او الله او رسول یې له هغه سره مینه لري»، وایې: خلکو شپه پداسې حال کې سبا کړه چې هر یو د دې تمه درلوده چې چاته به ورکول کیږي، نو کله چې خلکو سهار کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل، هر یو یې تمه درلوده چې بیرغ ورکړل شي، نو هغه وفرمایل: «علي ابن ابي طالب چېرته دی؟» ورته وویل شو: هغه د خپلې سترګې څخه شکایت کوي، ویې ویل: «هغه ته یو څوک ورولیږئ» نو راوستل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په سترګو کې لیاړې تو کړې او دعا یې ورته وکړه، نو داسې روغ شو لکه هېڅ ناروغي یې چې نه درلوده، نو بیرغ یې ورکړ، علی وویل: اې د الله رسوله، آیا تر هغه ورسره وجنګیږم چې تر څو زموږ په څېر شي؟ نو هغه وفرمایل: په طبيعت دې ولاړ شه تردې چې د هغوی سيمې ته ورسېږې، بيا هغوی اسلام ته راوبله او د الله تعالی پر واجب حق يې خبر کړه، قسم په الله که چېرته ستا له امله الله يو سړي ته لار وښيي دا درته له سرو اوښانو غوره ده».
Explanation
نو هغه صلی الله علیه وسلم د علي بن ابي طالب رضي الله عنه پوښتنه وکړه ؟
ورته وویل شول: ناروغ دی او له سترګو نه شکایت کوي.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورپسې خلک ورولیږل او رایې ووست، نو خپلې مبارکې لیاړې یې د هغه په سترګو کې تو کړې او دعا یې ورته وکړه، نو داسې له ناروغۍ څخه روغ شو لکه بیخي چې ناروغ شوی نه وي، نو بېرغ یې ورکړ، او سپارښتنه یې ورته وکړه چې په نرمۍ سره حرکت وکړي تر دې چې د دښمن قلعې ته ورسیږي، نو په اسلام کې د داخیلېدو وړاندیز دې ورته وکړي، که وړاندیز یې ومنلو بیا دې د هغو فرایضو په اړه خبر ورکړي چې کول یې په هغوی لازم دي.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم علي رضي الله عنه ته د دعوت فضیلت بیان کړ، او دا چې یو بلونکی کله د یو چا د هدایت سبب شي نو دا ورته د سرو اوښانو نه غوره ده، کوم چې د عربو تر ټولو ارزښتمن مالونه دي، نو داسې به شي لکه دا یې چې خاوند وي او یا یې د الله په لار کې خیرات کړي وي.
Benefits
د خیر کارونو ته د صحابه کرامو لیوالتیا او یو له بل څخه مخکې کېدل.
د جګړې پر مهال د ادابو مراعتولو مشروعیت او د غالمغال او بدرنګو غږونو پرېښودل چې اړتیا ورته نه وي.
د هغه د نبوت د ثبوتونو له جملې څخه پر یهودانو د بریا خبر او د الله تعالی په اذن د هغه په لاسونو د علي بن ابي طالب رضي الله عنه د سترګو شفا.
د جهاد تر ټولو ستره موخه اسلام کې د خلکو داخلېدل دي.
اسلام ته بلنه په تدریج سره کیږي، نو لومړی له کافر څخه غوښتل کیږي چې د دوو شهادتونو په ویلو سره په اسلام کې داخل شي، بیا ورته د اسلام د فرایضو د ادا کولو امر کیږي.
اسلام ته د بلنې فضیلت او هغه خیر چې په بلونکي او بلل شوي کې دی، نو کېدی شي چې بلل شوي ته هدایت وشي او بلونکي ته لوی اجر او ثواب ورکړ شي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

