HadeethEnc · 1.46.0
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر او عمر په اړه وفرمایل: «هذان سَيِّدا كُهُول أهل الجنة من الأوَّلِين والآخِرين إلا النبيِّين والمرسلين». «دا دواړه له انبیاوو او رسولانو پرته د پخوانیو او وروستنیو بوډاګانو (سپین ږیرو) جنتیانو سرداران دي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر او عمر په اړه وفرمایل: «هذان سَيِّدا كُهُول أهل الجنة من الأوَّلِين والآخِرين إلا النبيِّين والمرسلين».
«دا دواړه له انبیاوو او رسولانو پرته د پخوانیو او وروستنیو بوډاګانو (سپین ږیرو) جنتیانو سرداران دي».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې ابوبکر او عمر رضي الله عنهما له انبیاوو وروسته د بشریت تر ټولو غوره خلک دي، او تر ټولو بهتر دي چې له انبیاوو او پېغمبرانو وروسته جنت ته داخلېږي.
03
Benefits
ابوبکر او عمر رضی الله عنهما له پیغمبرانو او رسولانو وروسته غوره خلک دي.
په جنت کې بوډاوالی نشته، څوک چې ورننوځي هغوی به درې دیرش کلن وي، نو له حدیث څخه مطلب دا دی چې دوی به د هغه چا سرداران وي چې په دنیا کې په بوډاوالي کې مړه شوي دي، یادا چې مراد ترې د دې حدیث پر مهال د دوی دنیوي حالت دی.
په جنت کې بوډاوالی نشته، څوک چې ورننوځي هغوی به درې دیرش کلن وي، نو له حدیث څخه مطلب دا دی چې دوی به د هغه چا سرداران وي چې په دنیا کې په بوډاوالي کې مړه شوي دي، یادا چې مراد ترې د دې حدیث پر مهال د دوی دنیوي حالت دی.
Attribution
[الترمذي روایت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

