څوک چې د هر فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ووایي، نو هېڅ شی به هغه جنت ته له ننوتلو منع نه کړي، تر څو چې مړ شي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "څوک چې د هر فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ووایي، نو هېڅ شی به هغه جنت ته له ننوتلو منع نه کړي، تر څو چې مړ شي".
Explanation
(الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص همده لره دي هغه څه چې په آسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي، د هغه كرسۍ د اسمانونو او د ځمکې څخه پراخه ده او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى، ډېر لوى دى). [البقرة: 255].
Benefits
د هر فرض لمانځه پسې د دې عظیم آیت لوستل مستحب دي.
نیک عمل جنت ته د داخلېدو سبب ګرځي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

