اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعا کوله او وېیل به یې: « اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه». او د مسلم په لفظ کې راځي «کله چې ستاسو څخه یو له وروستي تشهد څخه فارغ شو، نو له څلورو شیانو څخه دې الله ته پناه یوسي: د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنې او د مسحه شوي دجال له فتنې څخه».
Explanation
لومړی: د قبر له عذاب څخه.
دویم: او د قیامت په ورځ د اور له عذاب څخه.
دریم: د ژوند له فتنې څخه، یعنې د دنیا له حرامو خواهشاتو او ګمراه کوونکو شکونو څخه او د مرګ له فتنې څخه، یعنې د ځنکندن پر مهال، چې هغه له اسلام او سنت څخه اوړېدل دي، او د قبر له فتنې (امتحان) څخه لکه د دوو پرښتو پوښتنه.
څلورم: د دجال فتنه چې په اخر وخت کې به راڅرګند شي، او الله تعالی به پرې خپل بندګان وازمايي؛ له هغه څخه یې د لوې فتنې او ګمراهۍ له امله په ځانګړي توګه یادونه وکړه.
Benefits
د قبر د عذاب ثبوت او دا چې حق دی.
د فتنو خطر او له هغو څخه د خلاصون لپاره له الله تعالی څخه د مرستې او دعا غوښتلو اهمیت.
د دجال د راوتلو او د هغه د فتنې د لوی والي ثبوت.
د وروستي تشهد پسې د دې دعا ویل مستحب والی.
د هر نېک عمل پسې د دې دعا ویل مستحب والی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

