اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ». «اې الله! زه ستا له غضب څخه ستا په رضایت او ستا له عذاب څخه ستا په بخښنې پناه غواړم، او له تا نه پر تا پناه نیسم، او زه پر تا ستاینې نه شمېرم (دومره ستاینه دې نه شم کولی) لکه څومره چې تا پر خپل ځان ستاینه کړې ده (لکه څومره چې ته د ستاینې وړ یې)
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: یوه شپه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم په بستر کې ونه موند نو زه یې په لټه کې شوم، تر دې چې زما لاس د هغه د پښو په تلو ولږېده، په داسې حال کې چې هغه په جومات کې و، او پښې یې ودرولې وې (د سجدې په حالت کې و) او داسې یې ویل:«اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ». «اې الله! زه ستا له غضب څخه ستا په رضایت او ستا له عذاب څخه ستا په بخښنې پناه غواړم، او له تا نه پر تا پناه نیسم، او زه پر تا ستاینې نه شمېرم (دومره ستاینه دې نه شم کولی) لکه څومره چې تا پر خپل ځان ستاینه کړې ده (لکه څومره چې ته د ستاینې وړ یې)
Explanation
زه تا وسیله ګرځوم او پر تا پناه غواړم، (برضاك من سخطك)، ستا په رضایت ستا له قهر څخه- پر ما او زما پر امت - پناه غواړم، او زه ستا له عذاب څخه ستا په عفوې او ستا په زیاتې بخښنې سره پناه غواړم. او پناه نیسم پر تا او ستا د جمال په صفتونو چې ستا د جلال له صفتونو څخه دي، ځکه چې پناه یوازې هم ستا څخه غوښتل کېږي، نو نه خو د خلاصي ځای شته او نه د الله څخه د تېښتې پناه ګاه شته پرته له هغه څخه. زه د دې وړتیا نه لرم چې پر تا ستاینې وشمېرم، او له دې عاجز یم چې ستا نعمتونه او احسانونه چې ته یې مستحق یې په شمېر کې راولم، که څه هم هر څومره کوښښ وکړم. لکه څومره چې تا د خپل ځان ستاینه کړې ده، نو همدا ته هغه ذات یې چې د ځان ستاینه دې هغه ډول کړې لکه څنګه چې ستا د شان سره ښایي، نو څوک دی چې ستا د ثنا حق به ادا کړي؟!
Benefits
میرک فرمایلي: د نسائي په یو روایت کې راغلي چې: دا دعا به یې هغه مهال ویله چې کله به د لمانځه نه وزګار شو او خوب ځای ته به ولاړ.
د الله تعالی په صفتونو یې ستاینه کول او د هغه په نومونو دعا غوښتل مستحب دي؛ البته هغه نومونه چې په قرآن او سنت سره ثابت دي.
پدې کې په رکوع او سجده کې د خالق عظمت بیان شوی دی.
د الله تعالی په صفتونو پناه غوښتل جایز دي، لکه څنګه یې چې په ذات سره پناه غوښتل جایز دي.
خطابي رحمه الله فرمایلي چې: پدې وینا کې لطیفه معنا پرته ده، هغه دا چې په الله یې پناه وغوښته چې په خپل رضایت یې له خپل عذابه وژغوري، او په بخښنې سره یې له سزا وژغوري، او رضایت او قهر یو د بل ضد کلمې دي، همدا رنګه بخښل او په سزا نیول یو د بل ضد دي، نو کله یې چې د داسې څه یادونه وکړه چې ضد نه لري؛ او هغه د الله تعالی ذات دی نو له هغه یې پرې پناه وغوښته نه پر بل چا، د دې معنا دا ده چې: له نیمګړتیا څخه بخښنه غوښتل چې واجب یې نه دی ادا کړی؛ د هغه د عبادت حق دی، او پر هغه ثنا ویل. او دا وینا یې چې وایي: زه پر تا ستاینې نه شمېرم، یعنې نه دا کار کولی نشم او نه مې له وسې پوره دی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

