څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
ابوهریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: "څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي.
Explanation
درې دیرش ځلې "سبحان الله" وویل چې دا له نېمګړتیاوو څخه د الله جل جلاله د پاکۍ بیانول دي.
او درې دیرش ځلې یې "الحمد لله" وویل چې دا له محبت او تعظیم سره د کمال په صفتونو د الله تعالی یادول دي.
او درې دیرش ځلې "الله أكبر" ویل چې (معنا یې) له هر شي څخه د الله جل جلاله لویي بیانول دي.
او سل عدد د دې ذکر په ویلو سره پوره کیږي: «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، وهو على كل شيء قدير» چې معنا یې ده: له الله پرته بل حق معبود نشته، هغه یو دی شریک نه لري، او هغه پاک ذات لره یوازې بشپړه واکمني ده، هغه له نورو پرته د محبت او تعظیم سره د ثنا او ستاینې وړ دی، او دا چې هغه قادر دی او هېڅ شی یې نه شي عاجز کولای.
نو چا چې دا (ذِکر) ووایه ګناهونه یې پاک شول او وبخښل شول، که څه هم د هغه سپین ځګ په څېر ډېر وي چې د سمندر د اوبو په سر د څپو او هیجان پر مهال راپورته کیږي.
Benefits
دا ذکر د ګناهونو د بخښلو سبب ګرځي.
د الله تعالی لوی فضل، رحمت او بخښنه.
دا ذکر د ګناهونو د بخښلو لامل دی او هدف ورڅخه: د کوچنیو ګناهونو کفاره ده، خو لوی ګناهونه له توبې پرته نه بخښل کیږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

