اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لمونځ پای ته ورساوه نو درې ځلې به یې استغفر الله وییل، او «اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ» به یې وویل، یعنې اې الله! ته سلامتیا ورکوونکی یې، او سلامتیا ستا لخوا ده، ډیر لوړ دی شان ستا، اې د جلال او عزت خاونده، ولید ویلي: ما اوزاعي ته وویل چې استغفار څنګه وي؟ هغه وویل: چې ووایي: أَسْتَغْفِرُ اللهَ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ.
Explanation
بیا به یې په خپلې دې وینا سره د خپل رب لویي بیان کړه: اللَّهمَّ أنتَ السَّلامُ، ومنْكَ السَّلامُ، تباركْتَ ذا الجَلالِ والإكرامِ " نو الله جل جلاله لره د هغه په صفتونو کې سلامتیا ده او هغه د بشپړو صفتونو خاوند دی، له هر عیب او نیمګړتیا څخه پاک دی، یوازې له هغه پاک ذات څخه د دنیا او آخرت له شرونو څخه سلامتیا غواړې، ځکه په دنیا او آخرت کې د هغه پاک ذات ښېګڼې زیاتې دي، هغه د عظمت او نیکۍ خاوند دی.
Benefits
په عبادت کې د نیمګړتیاوو پوره کولو، د پیروۍ جبرانولو او په عبادت کې د نیمګړتیاوو د شتون په خاطر استغفار وییل مستحب عمل دی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

