الله تبارک وتعالى فرمایي: ما خپلو نېکو بندګانو ته داسې نعمتونه تیار کړي دي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د کوم انسان په زړه کې تېر شوي دی
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
ابو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «الله تبارک وتعالى فرمایي: ما خپلو نېکو بندګانو ته داسې نعمتونه تیار کړي دي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د کوم انسان په زړه کې تېر شوي دی» ابو هریره وايي: که وغواړئ دا آیت ولولئ:
ترجمه: "نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي" [السجدة سورت: ۱۷ آیت].
Explanation
ترجمه:(نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي دي). [السجدة سورت: 17 آیت].
Benefits
د نېکو اعمالو ترسره کولو او د بدو کارونو پرېښودو ته هڅونه؛ تر څو د هغه څه بریا ترلاسه شي چې الله تعالی خپلو صالحو بندګانو ته تیار کړي دي.
الله تعالی موږ ته په خپل کتاب او د خپل رسول ﷺ په سنت کې د جنت ټول نعمتونه نه دي څرګند کړي، او هغه څه چې موږ نه دي پېژندلي، له هغو څخه ډېر ستر دي چې موږ پرې پوه شوي یو.
جنت د الله تعالی لخوا خپلو نېکو بندګانو ته تیار شوی داسې ځای دی چې پکې نعمتونه، راحتونه، او خوشحالۍ بې مثاله دي، دا نعمتونه له هر ډول غم، اندېښنې، یا تکلیف څخه خالي دي.
د دنیا متاع (ګټې او خوندونه) فاني دي، او آخرت غوره او تلپاتې دی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

