هود

 

Hud

 

Hud

1 - Hud (Hud) - 001

الٓرۚ كِتَٰبٌ أُحۡكِمَتۡ ءَايَٰتُهُۥ ثُمَّ فُصِّلَتۡ مِن لَّدُنۡ حَكِيمٍ خَبِيرٍ
الر [1]، (دا) يو داسې كتاب دى چې آيتونه يې محكم كړى شوي بيا په تفصيل بيان شوي د يو ځيرک او با خبر ذات له لوري.
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

2 - Hud (Hud) - 002

أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّا ٱللَّهَۚ إِنَّنِي لَكُم مِّنۡهُ نَذِيرٞ وَبَشِيرٞ
دا چې الله نه پرته بل څه مه لمانځئ، يقيناً زه د هغه له خوا تاسو ته يو وېروونكى او زېرى وركوونكى يم.

3 - Hud (Hud) - 003

وَأَنِ ٱسۡتَغۡفِرُواْ رَبَّكُمۡ ثُمَّ تُوبُوٓاْ إِلَيۡهِ يُمَتِّعۡكُم مَّتَٰعًا حَسَنًا إِلَىٰٓ أَجَلٖ مُّسَمّٗى وَيُؤۡتِ كُلَّ ذِي فَضۡلٖ فَضۡلَهُۥۖ وَإِن تَوَلَّوۡاْ فَإِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُمۡ عَذَابَ يَوۡمٖ كَبِيرٍ
او دا چې له خپل ربه مو بخښنه وغواړئ، بيا هغه ته توبه وكړئ چې تر يوې معلومې نېټې پورې تاسو ته د ژوند ښایسته وسايل دركړي، او هر د فضل خاوند ته به فضل وركړي، او كه تاسو مخ وګرځولو نو بيا خو پر تاسو د يوې سترې ورځې له عذابه وېرېږم.

4 - Hud (Hud) - 004

إِلَى ٱللَّهِ مَرۡجِعُكُمۡۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٌ
یوازې الله ته ستاسو ورګرځېدل دى او هماغه په هر څه قادر دی.

5 - Hud (Hud) - 005

أَلَآ إِنَّهُمۡ يَثۡنُونَ صُدُورَهُمۡ لِيَسۡتَخۡفُواْ مِنۡهُۚ أَلَا حِينَ يَسۡتَغۡشُونَ ثِيَابَهُمۡ يَعۡلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعۡلِنُونَۚ إِنَّهُۥ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ
خبر اوسئ! دوى خپلې سينې تاووي تر څو له هغه ځان پټ كړي خبردار اوسئ! كله چې دوى په جامو سره خپل ځان نغاړي نو هغه ته معلوم دي څه چې دوى پټوي او څه چې څرګندوي، بې شكه الله د سينو په رازونو ښه پوه دى.

6 - Hud (Hud) - 006

۞وَمَا مِن دَآبَّةٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ رِزۡقُهَا وَيَعۡلَمُ مُسۡتَقَرَّهَا وَمُسۡتَوۡدَعَهَاۚ كُلّٞ فِي كِتَٰبٖ مُّبِينٖ
په ځمكه كې هېڅ داسې كوم خوځنده (ساكښ) نشته چې د هغه روزي پر الله نه وي، او هماغه ته يې استوګنځى هم معلوم دى او د ورسپارل كېدو ځاى هم، هر څه په يو روښانه دفتر كې دي.

7 - Hud (Hud) - 007

وَهُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ وَكَانَ عَرۡشُهُۥ عَلَى ٱلۡمَآءِ لِيَبۡلُوَكُمۡ أَيُّكُمۡ أَحۡسَنُ عَمَلٗاۗ وَلَئِن قُلۡتَ إِنَّكُم مَّبۡعُوثُونَ مِنۢ بَعۡدِ ٱلۡمَوۡتِ لَيَقُولَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ مُّبِينٞ
او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل او عرش يې پر اوبو باندې و، تر څو تاسو وازمويي چې كوم يو مو په عمل كې غوره دى، او كه تا وويل چې (ای خلكو) تاسو له مرګه وروسته راپورته كېدونكي ياست نو حتماً به كافران وايي چې دا خو څرګندې كوډې دي.

8 - Hud (Hud) - 008

وَلَئِنۡ أَخَّرۡنَا عَنۡهُمُ ٱلۡعَذَابَ إِلَىٰٓ أُمَّةٖ مَّعۡدُودَةٖ لَّيَقُولُنَّ مَا يَحۡبِسُهُۥٓۗ أَلَا يَوۡمَ يَأۡتِيهِمۡ لَيۡسَ مَصۡرُوفًا عَنۡهُمۡ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ
او كه له هغوى مو تر يوې ټاكلې مودې سزا وځنډوله نو خامخا به وايي چې دا څه شي ايساره كړې ده؟ واورئ! هغه ورځ چې (عذاب) ورته راشي نو ترې ايسارېدونكى به نه وى او هغه (عذاب) به ترې چاپېر شي كوم چې دوى به ملنډې ورپورې وهلې.

9 - Hud (Hud) - 009

وَلَئِنۡ أَذَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ مِنَّا رَحۡمَةٗ ثُمَّ نَزَعۡنَٰهَا مِنۡهُ إِنَّهُۥ لَيَـُٔوسٞ كَفُورٞ
اوكه چېرې موږ انسان ته خپل رحمت په برخه كړو او بيا يې بېرته ورڅخه واخلو نو هغه ناهيلی كېږي او په ناشكرۍ لاس پورې كوي.

10 - Hud (Hud) - 010

وَلَئِنۡ أَذَقۡنَٰهُ نَعۡمَآءَ بَعۡدَ ضَرَّآءَ مَسَّتۡهُ لَيَقُولَنَّ ذَهَبَ ٱلسَّيِّـَٔاتُ عَنِّيٓۚ إِنَّهُۥ لَفَرِحٞ فَخُورٌ
او كه له هغه كړاو نه وروسته چې پر هغه راغلى وْ موږ پر هغه د نعمت خوند و څكو نو وايي زما ټوله بيوزلي ايسته شوه، بيا هغه ډېره خوښي كوي او وياړي.

11 - Hud (Hud) - 011

إِلَّا ٱلَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّـٰلِحَٰتِ أُوْلَـٰٓئِكَ لَهُم مَّغۡفِرَةٞ وَأَجۡرٞ كَبِيرٞ
پرته له هغو كسانو چې صبر يې كړى او ښه كارونه يې كړي، د هغوى لپاره بخښنه او لوى اجر دى.

12 - Hud (Hud) - 012

فَلَعَلَّكَ تَارِكُۢ بَعۡضَ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيۡكَ وَضَآئِقُۢ بِهِۦ صَدۡرُكَ أَن يَقُولُواْ لَوۡلَآ أُنزِلَ عَلَيۡهِ كَنزٌ أَوۡ جَآءَ مَعَهُۥ مَلَكٌۚ إِنَّمَآ أَنتَ نَذِيرٞۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ وَكِيلٌ
نو ښايي ته به د ځينو هغو خبرو پرېښودونكى يې چې تا ته وحې شوي او په دى به زړه تنګى يې چې دوى وايي ولې كومه خزانه ورباندې راتوی نه شوه؟ يا ولې كومه پرښته ورسره رانغله؟ ته يوازې وېروونكى يې او الله په هر شي څارونكى دى.

13 - Hud (Hud) - 013

أَمۡ يَقُولُونَ ٱفۡتَرَىٰهُۖ قُلۡ فَأۡتُواْ بِعَشۡرِ سُوَرٖ مِّثۡلِهِۦ مُفۡتَرَيَٰتٖ وَٱدۡعُواْ مَنِ ٱسۡتَطَعۡتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ
ايا دوى وايي چې پېغمبر دا كتاب له ځانه په دروغو جوړ كړى دى؟ ووايه: ښه كه داسې ده نو د ده په څېر لس سورتونه په دروغو جوړ كړي راوړئ او له الله نه پرته نور چې هر څوک (ستاسي معبودان) دي هغوى كه د مرستې لپاره رابللى شئ نو راويې بلئ كه تاسي (د دوى په معبود ګڼلو كې) ريښتينوني ياست.

14 - Hud (Hud) - 014

فَإِلَّمۡ يَسۡتَجِيبُواْ لَكُمۡ فَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّمَآ أُنزِلَ بِعِلۡمِ ٱللَّهِ وَأَن لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ فَهَلۡ أَنتُم مُّسۡلِمُونَ
اوس كه هغوى (ستاسي معبودان) ستاسي مرستې ته نه رسېږي نو وپوهېږئ چې دا د الله په علم سره نازل شوی دى او دا چې له الله پرته كوم بل حقيقي معبود نشته، نو آيا تاسي (دې حق ته) غاړه اېښودونکي یاست؟

15 - Hud (Hud) - 015

مَن كَانَ يُرِيدُ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيۡهِمۡ أَعۡمَٰلَهُمۡ فِيهَا وَهُمۡ فِيهَا لَا يُبۡخَسُونَ
كوم خلک چې يوازې د همدې دنيا د ژوند او د هغې د ښكلاوْ غوښتونكي وي د هغو د كړو وړو ټوله ميوه موږ همدلته وركوو او په دې كې له هغو سره هېڅ كمى نه كېږي.

16 - Hud (Hud) - 016

أُوْلَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَيۡسَ لَهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ إِلَّا ٱلنَّارُۖ وَحَبِطَ مَا صَنَعُواْ فِيهَا وَبَٰطِلٞ مَّا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ
دا هغه کسان دي چې نشته دوی ته په اخرت کې مګر اور (د دوزخ) او برباد شوي هغه عملونه چې کړي وو دوی په دنیا کې او باطل دي هغه عملونه چې دوی به په دنیا کې کول.

17 - Hud (Hud) - 017

أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٖ مِّن رَّبِّهِۦ وَيَتۡلُوهُ شَاهِدٞ مِّنۡهُ وَمِن قَبۡلِهِۦ كِتَٰبُ مُوسَىٰٓ إِمَامٗا وَرَحۡمَةًۚ أُوْلَـٰٓئِكَ يُؤۡمِنُونَ بِهِۦۚ وَمَن يَكۡفُرۡ بِهِۦ مِنَ ٱلۡأَحۡزَابِ فَٱلنَّارُ مَوۡعِدُهُۥۚ فَلَا تَكُ فِي مِرۡيَةٖ مِّنۡهُۚ إِنَّهُ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يُؤۡمِنُونَ
آيا نو څوک چې د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ثابت) وي او يو بل شاهد هم د هغه له خوا ورپسې راغلى وي او ترې وړاندې د موسى (علیه السلام) كتاب هم د لارښود او رحمت په ډول موجود و، نو داسې خلک په هغه ايمان راوړي او څوک چې له دې ډلو په هغه كافر شي نو د وعدې ځاى يې اور دى، نو د هغه په باب په شک كې مه اوسه يقيناً هغه ستا د رب له خوا حق دى خو زياتره خلک باور نه كوي.

18 - Hud (Hud) - 018

وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّنِ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًاۚ أُوْلَـٰٓئِكَ يُعۡرَضُونَ عَلَىٰ رَبِّهِمۡ وَيَقُولُ ٱلۡأَشۡهَٰدُ هَـٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ كَذَبُواْ عَلَىٰ رَبِّهِمۡۚ أَلَا لَعۡنَةُ ٱللَّهِ عَلَى ٱلظَّـٰلِمِينَ
او له هغه چا نه به بل غټ ظالم څوک وي چې پر الله دروغ وتړي؟ دغه راز خلک به د خپل رب حضور ته وړاندې كړاى شي او شاهدان به شاهدي ووايي چې دادي هغه خلک چې پر خپل رب يې دروغ تړلي وو، واورئ! پر ظالمانو د الله لعنت دى.

19 - Hud (Hud) - 019

ٱلَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبۡغُونَهَا عِوَجٗا وَهُم بِٱلۡأٓخِرَةِ هُمۡ كَٰفِرُونَ
پر هغو ظالمانو چې د الله له لارې نه خلک منع كوي، د هغه د لارې كوږوالى غواړي او له اخرت نه منكرېږي.

20 - Hud (Hud) - 020

أُوْلَـٰٓئِكَ لَمۡ يَكُونُواْ مُعۡجِزِينَ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا كَانَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنۡ أَوۡلِيَآءَۘ يُضَٰعَفُ لَهُمُ ٱلۡعَذَابُۚ مَا كَانُواْ يَسۡتَطِيعُونَ ٱلسَّمۡعَ وَمَا كَانُواْ يُبۡصِرُونَ
دوى په ځمكه كې د الله بې وسې كوونكي نه وو او نه د الله په مقابل كې څوک د دوى ملاتړي و، دوى ته به اوس دوه چنده عذاب وركړل شي، دوى نه د بل چا اورېداى شوه او نه يې په خپله غور كاوه.

21 - Hud (Hud) - 021

أُوْلَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ وَضَلَّ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَفۡتَرُونَ
دوى هغه خلك دي چې خپل ځان يې په خپله په زيان كې واچاوه او هغه هر څه ورڅخه ورک شول چې دوى دروغ تړلي وو.

22 - Hud (Hud) - 022

لَا جَرَمَ أَنَّهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ هُمُ ٱلۡأَخۡسَرُونَ
بله لار نه لري پرته له دې چې دوى به په اخرت كې تر ټولو زيات زيانمن اوسي.

23 - Hud (Hud) - 023

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّـٰلِحَٰتِ وَأَخۡبَتُوٓاْ إِلَىٰ رَبِّهِمۡ أُوْلَـٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَنَّةِۖ هُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ
بې شکه هغه کسان چې ايمان يې راوړ او ښه كارونه يې وكړل او يوازې خپل رب ته په عاجزۍ شول، نو په يقيني ډول هغوى جنتيان دي او په جنت كې به هغوى د تل لپاره اوسېږي.

24 - Hud (Hud) - 024

۞مَثَلُ ٱلۡفَرِيقَيۡنِ كَٱلۡأَعۡمَىٰ وَٱلۡأَصَمِّ وَٱلۡبَصِيرِ وَٱلسَّمِيعِۚ هَلۡ يَسۡتَوِيَانِ مَثَلًاۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
د دې د واړو ډلو بېلګه داسې ده لكه چې يو انسان ړوند كوڼ وي او بل ليدونكى او اورېدونكى، ايا دا دواړه يو شان كيدلاى شي؟ آيا تاسي له دې مثال نه څه درس نه اخلئ؟

25 - Hud (Hud) - 025

وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوۡمِهِۦٓ إِنِّي لَكُمۡ نَذِيرٞ مُّبِينٌ
او نوح (علیه السلام) مو د هغه قوم ته ورولېږلو (هغه وويل) چې زه تاسو ته يو څرګند خبردارى وركوونكى يم.

26 - Hud (Hud) - 026

أَن لَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّا ٱللَّهَۖ إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُمۡ عَذَابَ يَوۡمٍ أَلِيمٖ
دا چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسو د دردوونكې ورځې له عذابه وېرېږم.

27 - Hud (Hud) - 027

فَقَالَ ٱلۡمَلَأُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوۡمِهِۦ مَا نَرَىٰكَ إِلَّا بَشَرٗا مِّثۡلَنَا وَمَا نَرَىٰكَ ٱتَّبَعَكَ إِلَّا ٱلَّذِينَ هُمۡ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ ٱلرَّأۡيِ وَمَا نَرَىٰ لَكُمۡ عَلَيۡنَا مِن فَضۡلِۭ بَلۡ نَظُنُّكُمۡ كَٰذِبِينَ
نو د هغه د قوم كافر شوو سردارانو وويل: موږ خو تا د خپل ځان په څېر يو بشر ګورو، او نه دې وينو چې زموږ له ټېټو (بې پته) بې فكره (ساده) خلكو پرته بل چا ستا متابعت كړى وي او پر موږ باندې ستاسو كوم غوره والى هم نه دركې وينو، بلكه موږ خو تاسو دروغجن ګڼو.

28 - Hud (Hud) - 028

قَالَ يَٰقَوۡمِ أَرَءَيۡتُمۡ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٖ مِّن رَّبِّي وَءَاتَىٰنِي رَحۡمَةٗ مِّنۡ عِندِهِۦ فَعُمِّيَتۡ عَلَيۡكُمۡ أَنُلۡزِمُكُمُوهَا وَأَنتُمۡ لَهَا كَٰرِهُونَ
ويلې ای زما قومه! دې ته مو پام دى چې كه زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل يم او له خپلې خوا يې يو (ځانګړی) رحمت هم راكړى وي چې تاسو ونه شو ليدلى، آيا په داسې حال كې به يې په زور درباندې تپو چې تاسو يې بد ګڼونكي ياست؟

29 - Hud (Hud) - 029

وَيَٰقَوۡمِ لَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مَالًاۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِۚ وَمَآ أَنَا۠ بِطَارِدِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْۚ إِنَّهُم مُّلَٰقُواْ رَبِّهِمۡ وَلَٰكِنِّيٓ أَرَىٰكُمۡ قَوۡمٗا تَجۡهَلُونَ
او ای زما قومه! په دې خبره خو له تاسو څه مال نه غواړم، زما اجر له الله پرته، په بل چا نشته او نه زه د هغو كسانو شړونكى يم چې ايمان يې راوړى، هغوى له خپل رب سره مخامخ کېدونكي دي، خو زه تاسو ګورم چې جهالت كوئ.

30 - Hud (Hud) - 030

وَيَٰقَوۡمِ مَن يَنصُرُنِي مِنَ ٱللَّهِ إِن طَرَدتُّهُمۡۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
او اى قومه! كه زه دغه خلک وشړم نو د الله له نيونې څخه به ما څوک وژغوري؟ نو آیا پند نه اخلئ؟

31 - Hud (Hud) - 031

وَلَآ أَقُولُ لَكُمۡ عِندِي خَزَآئِنُ ٱللَّهِ وَلَآ أَعۡلَمُ ٱلۡغَيۡبَ وَلَآ أَقُولُ إِنِّي مَلَكٞ وَلَآ أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزۡدَرِيٓ أَعۡيُنُكُمۡ لَن يُؤۡتِيَهُمُ ٱللَّهُ خَيۡرًاۖ ٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِمَا فِيٓ أَنفُسِهِمۡ إِنِّيٓ إِذٗا لَّمِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ
او زه تاسي ته نه وايم چې له ما سره د الله خزانې دي، نه دا وايم چې زه د غېبو علم لرم ، نه دا دعوه كوم چې زه پرښته يم، او زه دا هم نشم ويلى چې كوم خلک ستاسو په سترګو سپک ښکاري هغوی ته به الله كومه ښېګڼه ورنكړي، د هغو د نفسونو پر حالت الله ډېر ښه پوهېږي كه زه داسې ووايم نو ظالم به يم.

32 - Hud (Hud) - 032

قَالُواْ يَٰنُوحُ قَدۡ جَٰدَلۡتَنَا فَأَكۡثَرۡتَ جِدَٰلَنَا فَأۡتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ
هغوى وويل: اى نوحه! تا له موږ سره جګړه وكړه او ډېره جګړه دې وكړه، نو اوس هغه (عذاب) راوله چې ته يې اخطار راكوې، كه رښتونى يې.

33 - Hud (Hud) - 033

قَالَ إِنَّمَا يَأۡتِيكُم بِهِ ٱللَّهُ إِن شَآءَ وَمَآ أَنتُم بِمُعۡجِزِينَ
نو هغه ځواب وركړ: هغه خو به الله درته راولي، كه خوښه يې شي، او تاسو يې عاجزونكي نه ياست.

34 - Hud (Hud) - 034

وَلَا يَنفَعُكُمۡ نُصۡحِيٓ إِنۡ أَرَدتُّ أَنۡ أَنصَحَ لَكُمۡ إِن كَانَ ٱللَّهُ يُرِيدُ أَن يُغۡوِيَكُمۡۚ هُوَ رَبُّكُمۡ وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ
او زما نصيحت څه ګټه نه در رسوي كه څه خير ښېګڼه مو وغواړم، كله چې الله ستاسو بې لارېتوب وغواړي، هماغه مو رب دى او هماغه ته به ورګرځولى شئ.

35 - Hud (Hud) - 035

أَمۡ يَقُولُونَ ٱفۡتَرَىٰهُۖ قُلۡ إِنِ ٱفۡتَرَيۡتُهُۥ فَعَلَيَّ إِجۡرَامِي وَأَنَا۠ بَرِيٓءٞ مِّمَّا تُجۡرِمُونَ
آيا دوى وايي چې له ځانه يې دروغ جوړ كړي؟ ورته ووايه: كه له ځانه مې دروغ جوړ كړي وي نو د دې جرم ذمه وارى خپله پر ما ده، اوكوم جرم چې تاسو كوئ زه ترې بېزار يم.

36 - Hud (Hud) - 036

وَأُوحِيَ إِلَىٰ نُوحٍ أَنَّهُۥ لَن يُؤۡمِنَ مِن قَوۡمِكَ إِلَّا مَن قَدۡ ءَامَنَ فَلَا تَبۡتَئِسۡ بِمَا كَانُواْ يَفۡعَلُونَ
نوح علیه السلام ته وحي وشوه چې ستا له قوم نه چې كومو خلكو ايمان راوړ هغو راوړ، نور نو كوم منونكى نشته، د هغو پر كړو وړو غمجن كېدل پرېږده.

37 - Hud (Hud) - 037

وَٱصۡنَعِ ٱلۡفُلۡكَ بِأَعۡيُنِنَا وَوَحۡيِنَا وَلَا تُخَٰطِبۡنِي فِي ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓاْ إِنَّهُم مُّغۡرَقُونَ
او زموږ تر څارنې او لارښوونې لاندې بېړۍ جوړوه او چا چې ظلم كړى د هغوی په اړه سپارښتنه مه راته كوه هغوى خامخا ډوبېدونكي دي.

38 - Hud (Hud) - 038

وَيَصۡنَعُ ٱلۡفُلۡكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيۡهِ مَلَأٞ مِّن قَوۡمِهِۦ سَخِرُواْ مِنۡهُۚ قَالَ إِن تَسۡخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسۡخَرُ مِنكُمۡ كَمَا تَسۡخَرُونَ
او هغه بېړۍ جوړوله او هر كله چې د قوم څوک مشران به يې ورباندې تېرېدل نو پر هغه به يې ملنډې وهلې، هغه (نوح علیه السلام) وويل: كه اوس تاسو ملنډې راباندې وهئ نو موږ هم هماغسې ملنډې درباندې وهو.

39 - Hud (Hud) - 039

فَسَوۡفَ تَعۡلَمُونَ مَن يَأۡتِيهِ عَذَابٞ يُخۡزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيۡهِ عَذَابٞ مُّقِيمٌ
ډېر زر به تاسي ته معلومه شي چې پر چا هغه عذاب راځي چې رسوا به یې كړي او پر چا به تلپاتې عذاب را پريوځي.

40 - Hud (Hud) - 040

حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَمۡرُنَا وَفَارَ ٱلتَّنُّورُ قُلۡنَا ٱحۡمِلۡ فِيهَا مِن كُلّٖ زَوۡجَيۡنِ ٱثۡنَيۡنِ وَأَهۡلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيۡهِ ٱلۡقَوۡلُ وَمَنۡ ءَامَنَۚ وَمَآ ءَامَنَ مَعَهُۥٓ إِلَّا قَلِيلٞ
تر دې چې كله زموږ حكم راغى او (هغه) تنور وخوټېدلو موږ وويل: له هر ډول نه يوه يوه جوړه پكى سپاره كړه او خپله كورنى دې هم، پرته له هغو چې په هكله يې مخکې وينا شوې ده او هغه كسان هم (سپاره كړه) چې ايمان يې راوړى، او پرته له كمو خلكو ده سره نور چا ايمان نه و راوړى.

41 - Hud (Hud) - 041

۞وَقَالَ ٱرۡكَبُواْ فِيهَا بِسۡمِ ٱللَّهِ مَجۡرٜىٰهَا وَمُرۡسَىٰهَآۚ إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٞ رَّحِيمٞ
او ويې ويل (نوح علیه السلام): په كې سپاره شئ! د الله په نامه يې روانېدل هم دي اودرېدل هم، بې شكه زما رب خامخا مهربان بخښونكى دى.

42 - Hud (Hud) - 042

وَهِيَ تَجۡرِي بِهِمۡ فِي مَوۡجٖ كَٱلۡجِبَالِ وَنَادَىٰ نُوحٌ ٱبۡنَهُۥ وَكَانَ فِي مَعۡزِلٖ يَٰبُنَيَّ ٱرۡكَب مَّعَنَا وَلَا تَكُن مَّعَ ٱلۡكَٰفِرِينَ
او هغې به دوى د غرو شانته څپو كې وړل او نوح خپل زوى ته ورنارې كړې چې په يوه ګوښه كې و، زما بچیه! موږ سره سپور شه او له كافرانو سره مه كېږه.

43 - Hud (Hud) - 043

قَالَ سَـَٔاوِيٓ إِلَىٰ جَبَلٖ يَعۡصِمُنِي مِنَ ٱلۡمَآءِۚ قَالَ لَا عَاصِمَ ٱلۡيَوۡمَ مِنۡ أَمۡرِ ٱللَّهِ إِلَّا مَن رَّحِمَۚ وَحَالَ بَيۡنَهُمَا ٱلۡمَوۡجُ فَكَانَ مِنَ ٱلۡمُغۡرَقِينَ
ويلې: ډېر زر به د غره سر ته وروړم چې له اوبو مې وساتي (نوح علیه السلام) وويل: نن د الله له حكمه څوک ژغورونكى نشته پرته له هغه چې (الله) رحم پرې وكړي او بيا يوه څپه د دواړو ترمنځ پرده شوه او هغه له ډوبېدونكو څخه شو.

44 - Hud (Hud) - 044

وَقِيلَ يَـٰٓأَرۡضُ ٱبۡلَعِي مَآءَكِ وَيَٰسَمَآءُ أَقۡلِعِي وَغِيضَ ٱلۡمَآءُ وَقُضِيَ ٱلۡأَمۡرُ وَٱسۡتَوَتۡ عَلَى ٱلۡجُودِيِّۖ وَقِيلَ بُعۡدٗا لِّلۡقَوۡمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ
او وويل شول: ای ځمكې! اوبه دې وزغمه (جذب كړه) او اې آسمانه بند شه! او اوبه كمې شوې، پرېكړه سر ته ورسېدله او بېرۍ پر جودي (غره) تم شوه او وويل شول: د ظالمانو خلكو لپاره دې هلاكت وي.

45 - Hud (Hud) - 045

وَنَادَىٰ نُوحٞ رَّبَّهُۥ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ٱبۡنِي مِنۡ أَهۡلِي وَإِنَّ وَعۡدَكَ ٱلۡحَقُّ وَأَنتَ أَحۡكَمُ ٱلۡحَٰكِمِينَ
نوح (عليه السلام) خپل رب ته غږ وكړ نو ويې ويل: اى زما ربه! زما زوى زما له كورنۍ څخه دى او ستا وعده رېښتينې ده او ته له ټولو حاكمانو څخه لوى او غوره حاكم يې.

46 - Hud (Hud) - 046

قَالَ يَٰنُوحُ إِنَّهُۥ لَيۡسَ مِنۡ أَهۡلِكَۖ إِنَّهُۥ عَمَلٌ غَيۡرُ صَٰلِحٖۖ فَلَا تَسۡـَٔلۡنِ مَا لَيۡسَ لَكَ بِهِۦ عِلۡمٌۖ إِنِّيٓ أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ ٱلۡجَٰهِلِينَ
ويې فرمايل (الله تعالی): ای نوحه! هغه ستا له اهل څخه نه دى هغه (خاوند د) بد عمل دى، نو د هغه څه غوښتنه مه رانه كوه چې تا سره يې علم نشته، زه درته نصيحت كوم چې ته له جاهلانو څخه نه شې.

47 - Hud (Hud) - 047

قَالَ رَبِّ إِنِّيٓ أَعُوذُ بِكَ أَنۡ أَسۡـَٔلَكَ مَا لَيۡسَ لِي بِهِۦ عِلۡمٞۖ وَإِلَّا تَغۡفِرۡ لِي وَتَرۡحَمۡنِيٓ أَكُن مِّنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ
ويلې (نوح علیه السلام) زما ربه! زه تا پورې پناه اخلم له دې نه چې هغه څه درنه وغواړم كوم چې نه پرې پوهېږم، او كه ته بخښنه راته ونه كړي او رحم راباندې ونكړې نو زه به له تاوانيانو يم.

48 - Hud (Hud) - 048

قِيلَ يَٰنُوحُ ٱهۡبِطۡ بِسَلَٰمٖ مِّنَّا وَبَرَكَٰتٍ عَلَيۡكَ وَعَلَىٰٓ أُمَمٖ مِّمَّن مَّعَكَۚ وَأُمَمٞ سَنُمَتِّعُهُمۡ ثُمَّ يَمَسُّهُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٞ
وويل شول: اى نوحه! كوز شه، سلامتيا او بركتونه دې پر تا او پر هغو ډلو وي چې تاسره دي، او څه نورې ډلې چې د ګټې اخيستو څه موقع به وركړو بيا به زموږ له خوا دردناک عذاب ور ورسيږي.

49 - Hud (Hud) - 049

تِلۡكَ مِنۡ أَنۢبَآءِ ٱلۡغَيۡبِ نُوحِيهَآ إِلَيۡكَۖ مَا كُنتَ تَعۡلَمُهَآ أَنتَ وَلَا قَوۡمُكَ مِن قَبۡلِ هَٰذَاۖ فَٱصۡبِرۡۖ إِنَّ ٱلۡعَٰقِبَةَ لِلۡمُتَّقِينَ
دا غيبي خبرونه دي چې تاته يې وحى كوو، له دې مخكې، نه ته ورباندې پوهېدلې او نه ستا قوم، نو صبر وكړه، يقيناً ښه انجام د متقيانو دى.

50 - Hud (Hud) - 050

وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمۡ هُودٗاۚ قَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥٓۖ إِنۡ أَنتُمۡ إِلَّا مُفۡتَرُونَ
او عاديانو ته مو د هغوى ورور هود (عليه السلام) ورواستولو ويلې اى زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته (په حقه سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، تاسو بل څه نه، يوازې دروغ تړونكي ياست.

51 - Hud (Hud) - 051

يَٰقَوۡمِ لَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ أَجۡرًاۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَى ٱلَّذِي فَطَرَنِيٓۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ
ای زما قومه! په دې خو له تاسو څه اجر نه غواړم، زما اجر صرف پر هغه ذات دى چې زه يې پيدا كړى يم، آيا نو عقل نه كاروئ؟

52 - Hud (Hud) - 052

وَيَٰقَوۡمِ ٱسۡتَغۡفِرُواْ رَبَّكُمۡ ثُمَّ تُوبُوٓاْ إِلَيۡهِ يُرۡسِلِ ٱلسَّمَآءَ عَلَيۡكُم مِّدۡرَارٗا وَيَزِدۡكُمۡ قُوَّةً إِلَىٰ قُوَّتِكُمۡ وَلَا تَتَوَلَّوۡاْ مُجۡرِمِينَ
او ای قومه! له خپل رب نه مو بخښنه وغواړئ بيا د هغه لور ته (په توبې ویستلو) وروګرځئ، چې له آسمانه ډېر ورېدونكى (باران) پر تاسي راولېږي او له (موجوده) ځواک سره به نور ځواک هم در زيات كړي او د مجرمانو په څېر مخ مه ګرځوئ.

53 - Hud (Hud) - 053

قَالُواْ يَٰهُودُ مَا جِئۡتَنَا بِبَيِّنَةٖ وَمَا نَحۡنُ بِتَارِكِيٓ ءَالِهَتِنَا عَن قَوۡلِكَ وَمَا نَحۡنُ لَكَ بِمُؤۡمِنِينَ
هغوى وويل: ای هوده! له كوم څرګند دليل سره نه يې راته راغلى او ستا په وينا د خپلو معبودانو پرېښودونکي نه یو، او نه دې په خبره باور كوونكي يو.

54 - Hud (Hud) - 054

إِن نَّقُولُ إِلَّا ٱعۡتَرَىٰكَ بَعۡضُ ءَالِهَتِنَا بِسُوٓءٖۗ قَالَ إِنِّيٓ أُشۡهِدُ ٱللَّهَ وَٱشۡهَدُوٓاْ أَنِّي بَرِيٓءٞ مِّمَّا تُشۡرِكُونَ
موږ له دې پرته بل څه نه وايو چې زموږ ځينو معبودانو به څه ضرر در رسولى وي، ويې ويل: زه الله شاهدوم او تاسو هم شاهدان اوسئ چې زه بېزار يم له هغه څه چې تاسو يې ورسره شريكوئ.

55 - Hud (Hud) - 055

مِن دُونِهِۦۖ فَكِيدُونِي جَمِيعٗا ثُمَّ لَا تُنظِرُونِ
له هغه (الله) پرته، نو تاسو ټول ماته څه چل جوړ كړئ او بيا هېڅ مهلت مه راكوئ.

56 - Hud (Hud) - 056

إِنِّي تَوَكَّلۡتُ عَلَى ٱللَّهِ رَبِّي وَرَبِّكُمۚ مَّا مِن دَآبَّةٍ إِلَّا هُوَ ءَاخِذُۢ بِنَاصِيَتِهَآۚ إِنَّ رَبِّي عَلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ
بې شكه ما پر الله بروسه كړې چې زما او ستاسو رب دی، هېڅ داسې خوځېدونكى نشته چې هغه يې د پيكي (د تندي د وېښتانو) رانيوونكى نه وي، بې شكه زما رب پر سمه لار باندې دى.

57 - Hud (Hud) - 057

فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَقَدۡ أَبۡلَغۡتُكُم مَّآ أُرۡسِلۡتُ بِهِۦٓ إِلَيۡكُمۡۚ وَيَسۡتَخۡلِفُ رَبِّي قَوۡمًا غَيۡرَكُمۡ وَلَا تَضُرُّونَهُۥ شَيۡـًٔاۚ إِنَّ رَبِّي عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٍ حَفِيظٞ
نو كه تاسو مخ واړوئ ما خو هغه پيغام در ورسولو چې تاسو ته پرې رالېږل شوى وم، او زما رب به ستاسو پر ځاى بل قوم راولي، او تاسو هغه ته څه ضرر نه شئ رسولى، بې شكه زما رب پر هر څه ساتونكى دى.

58 - Hud (Hud) - 058

وَلَمَّا جَآءَ أَمۡرُنَا نَجَّيۡنَا هُودٗا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَعَهُۥ بِرَحۡمَةٖ مِّنَّا وَنَجَّيۡنَٰهُم مِّنۡ عَذَابٍ غَلِيظٖ
او كله چې زموږ حكم راغى، نو په خپل رحمت سره مو هود (عليه السلام) او هغه كسان وژغورل چې له هغه سره يې ايمان راوړى و، او له يو سخت عذابه مو بچ كړل.

59 - Hud (Hud) - 059

وَتِلۡكَ عَادٞۖ جَحَدُواْ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمۡ وَعَصَوۡاْ رُسُلَهُۥ وَٱتَّبَعُوٓاْ أَمۡرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٖ
او دا عاديان دي چې د خپل رب له آيتونو منكر شول، دهغه له رسولانو يې سرغړونه وكړه او د (حق) د هر سركښ دښمن د امر تابعداري يې وكړه.

60 - Hud (Hud) - 060

وَأُتۡبِعُواْ فِي هَٰذِهِ ٱلدُّنۡيَا لَعۡنَةٗ وَيَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۗ أَلَآ إِنَّ عَادٗا كَفَرُواْ رَبَّهُمۡۗ أَلَا بُعۡدٗا لِّعَادٖ قَوۡمِ هُودٖ
او بيا په دې دنيا كې هم لعنت ورپسې شو او د قيامت په ورځ هم، واورئ عاديان په خپل رب كافران شول، واورئ! د هود قوم عاديانو ته دې لرې والى وي (د الله له رحمته).

61 - Hud (Hud) - 061

۞وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمۡ صَٰلِحٗاۚ قَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥۖ هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ ٱلۡأَرۡضِ وَٱسۡتَعۡمَرَكُمۡ فِيهَا فَٱسۡتَغۡفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوٓاْ إِلَيۡهِۚ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٞ مُّجِيبٞ
او ثموديانو ته مو د هغوى ورور صالح ورواستولو، ويې ويل اى قومه! د الله عبادت وکړئ، له هغه پرته (په حق سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، هماغه تاسو له ځمكى راپيدا او پكې آباد يې كړئ، نو بخښنه ترې وغواړئ او د هغه لور ته راوګرځئ بې شكه زما رب نږدې، دعا قبلوونكى دى.

62 - Hud (Hud) - 062

قَالُواْ يَٰصَٰلِحُ قَدۡ كُنتَ فِينَا مَرۡجُوّٗا قَبۡلَ هَٰذَآۖ أَتَنۡهَىٰنَآ أَن نَّعۡبُدَ مَا يَعۡبُدُ ءَابَآؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِي شَكّٖ مِّمَّا تَدۡعُونَآ إِلَيۡهِ مُرِيبٖ
ويلې اى صالحه! تاته په موږ كې له دې وړاندې هيلې كېدې، آيا له دې مو ايساروې چې هغه څه ولمانځو كوم چې زموږ پلرونو به لمانځل، او يقيناً موږ د هغه څه په اړه چې ته مو وربلې پرېشانوونكي شک كې يو.

63 - Hud (Hud) - 063

قَالَ يَٰقَوۡمِ أَرَءَيۡتُمۡ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٖ مِّن رَّبِّي وَءَاتَىٰنِي مِنۡهُ رَحۡمَةٗ فَمَن يَنصُرُنِي مِنَ ٱللَّهِ إِنۡ عَصَيۡتُهُۥۖ فَمَا تَزِيدُونَنِي غَيۡرَ تَخۡسِيرٖ
ويې ويل ای قومه! كه چېرې زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ولاړ) يم او له خپلې خوا يې يو رحمت هم راكړى وي نو كه اوس يې سرغړونه وكړم څوک به مې مرسته وكړي، نو تاسو خو ماته پرته له تاوانه بل څه نه را زياتوئ.

64 - Hud (Hud) - 064

وَيَٰقَوۡمِ هَٰذِهِۦ نَاقَةُ ٱللَّهِ لَكُمۡ ءَايَةٗۖ فَذَرُوهَا تَأۡكُلۡ فِيٓ أَرۡضِ ٱللَّهِۖ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٖ فَيَأۡخُذَكُمۡ عَذَابٞ قَرِيبٞ
او اى زما قومه! دا د الله اوښه ستاسي له پاره يوه نښانه ده، نو دا پرېږدئ چې د الله پر ځمكه څري، او په بدۍ لاس مه وروړئ (كنه) بيا به مو نږدې (وخت كې يو) عذاب راونيسي.

65 - Hud (Hud) - 065

فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُواْ فِي دَارِكُمۡ ثَلَٰثَةَ أَيَّامٖۖ ذَٰلِكَ وَعۡدٌ غَيۡرُ مَكۡذُوبٖ
خو هغه يې ټپي او مړه كړه، نو ورته ويې ويل صرف درې ورځې مو كورو كې ژوند وكړئ، دا نه دروغ كېدونكې وعده ده.

66 - Hud (Hud) - 066

فَلَمَّا جَآءَ أَمۡرُنَا نَجَّيۡنَا صَٰلِحٗا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَعَهُۥ بِرَحۡمَةٖ مِّنَّا وَمِنۡ خِزۡيِ يَوۡمِئِذٍۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ ٱلۡقَوِيُّ ٱلۡعَزِيزُ
نو كله چې زموږ امر راغى، په خپل رحمت سره مو صالح او هغه كسان وژغورل چې له ده سره يې ايمان راوړى و، او د هغې ورځې له رسوايي (مو خوندى كړل) بې شكه همدا ستا رب برلاسى ځواكمن دى.

67 - Hud (Hud) - 067

وَأَخَذَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ ٱلصَّيۡحَةُ فَأَصۡبَحُواْ فِي دِيَٰرِهِمۡ جَٰثِمِينَ
او چا چې ظلم كړى و، هغوى يوې سختې چغې راونيول، نو بيا ګهيځ خپلو سيمو كې پړمخې وچ مړه پراته وو.

68 - Hud (Hud) - 068

كَأَن لَّمۡ يَغۡنَوۡاْ فِيهَآۗ أَلَآ إِنَّ ثَمُودَاْ كَفَرُواْ رَبَّهُمۡۗ أَلَا بُعۡدٗا لِّثَمُودَ
لكه چې له سره پكې اوسېدلي نه وي، واورئ، ثموديان په خپل رب كافر شول، واورئ ثموديانو ته (د الله له رحمته) لرې والى دى.

69 - Hud (Hud) - 069

وَلَقَدۡ جَآءَتۡ رُسُلُنَآ إِبۡرَٰهِيمَ بِٱلۡبُشۡرَىٰ قَالُواْ سَلَٰمٗاۖ قَالَ سَلَٰمٞۖ فَمَا لَبِثَ أَن جَآءَ بِعِجۡلٍ حَنِيذٖ
او بې شکه ابراهيم (علیه السلام) ته زموږ استازي په زيري ورغلل، ويلې سلام دې وي، هغه وويل: پر تاسي دې هم سلام وي، نو بيا يې څه ځند ونه كړ چې وريت شوى خوسى يې ورته راوړو.

70 - Hud (Hud) - 070

فَلَمَّا رَءَآ أَيۡدِيَهُمۡ لَا تَصِلُ إِلَيۡهِ نَكِرَهُمۡ وَأَوۡجَسَ مِنۡهُمۡ خِيفَةٗۚ قَالُواْ لَا تَخَفۡ إِنَّآ أُرۡسِلۡنَآ إِلَىٰ قَوۡمِ لُوطٖ
خو چې ويې ليدل د هغوى لاسونه (خوړو ته) نه رسي، ويې نه پېژندل، او په زړه كې يې ترې وېره راوسته، هغوى وويل: مه وېرېږه موږ د لوط (علیه السلام) قوم ته را استول شوي يو.

71 - Hud (Hud) - 071

وَٱمۡرَأَتُهُۥ قَآئِمَةٞ فَضَحِكَتۡ فَبَشَّرۡنَٰهَا بِإِسۡحَٰقَ وَمِن وَرَآءِ إِسۡحَٰقَ يَعۡقُوبَ
او مېرمن يې (هلته) ولاړه وه نو ويې خندل، موږ هغې ته د اسحاق او له اسحاق وروسته د يعقوب زېرى وركړ.

72 - Hud (Hud) - 072

قَالَتۡ يَٰوَيۡلَتَىٰٓ ءَأَلِدُ وَأَنَا۠ عَجُوزٞ وَهَٰذَا بَعۡلِي شَيۡخًاۖ إِنَّ هَٰذَا لَشَيۡءٌ عَجِيبٞ
هغې وويل ای زما افسوسه! اوس به يې زېږوم چې بوډۍ شوم او دا خاوند مې هم بوډا دى، بې شكه دا يو عجيبه شى (کار) دى.

73 - Hud (Hud) - 073

قَالُوٓاْ أَتَعۡجَبِينَ مِنۡ أَمۡرِ ٱللَّهِۖ رَحۡمَتُ ٱللَّهِ وَبَرَكَٰتُهُۥ عَلَيۡكُمۡ أَهۡلَ ٱلۡبَيۡتِۚ إِنَّهُۥ حَمِيدٞ مَّجِيدٞ
هغوى (پرښتو) ويل: آيا د الله له کاره تعجب كوې؟ ای د (دې) كور خلكو! د الله رحمت او بركتونه دې پر تاسو وي، بې شكه هغه ستايل شوى او د لوى شان والا دى.

74 - Hud (Hud) - 074

فَلَمَّا ذَهَبَ عَنۡ إِبۡرَٰهِيمَ ٱلرَّوۡعُ وَجَآءَتۡهُ ٱلۡبُشۡرَىٰ يُجَٰدِلُنَا فِي قَوۡمِ لُوطٍ
بيا كله چې له ابراهيم (علیه السلام) څخه ویره لرې شوه او زيرې ورته راغی نو د لوط (علیه السلام) د قوم په اړه یې له موږ سره شخړه کوله.

75 - Hud (Hud) - 075

إِنَّ إِبۡرَٰهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّـٰهٞ مُّنِيبٞ
بې شکه ابراهيم (علیه السلام) د ډېر زغم او نرم زړه خاوند او الله ته ورګرځېدونکی و.

76 - Hud (Hud) - 076

يَـٰٓإِبۡرَٰهِيمُ أَعۡرِضۡ عَنۡ هَٰذَآۖ إِنَّهُۥ قَدۡ جَآءَ أَمۡرُ رَبِّكَۖ وَإِنَّهُمۡ ءَاتِيهِمۡ عَذَابٌ غَيۡرُ مَرۡدُودٖ
ای ابراهيمه! له دې تېر شه بې شكه چې ستا د رب حكم راغلى دى، او دوى ته نه ايسارېدونكى عذاب راتلونكى دى.

77 - Hud (Hud) - 077

وَلَمَّا جَآءَتۡ رُسُلُنَا لُوطٗا سِيٓءَ بِهِمۡ وَضَاقَ بِهِمۡ ذَرۡعٗا وَقَالَ هَٰذَا يَوۡمٌ عَصِيبٞ
او كله چې زموږ پریښتې لوط (علیه السلام) ته ورغلې نو د هغو په راتګ سره هغه ډېر ناخوښه او زړه تنګى شو او ويې ويل چې نن ډېره سخته ورځ ده.

78 - Hud (Hud) - 078

وَجَآءَهُۥ قَوۡمُهُۥ يُهۡرَعُونَ إِلَيۡهِ وَمِن قَبۡلُ كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِۚ قَالَ يَٰقَوۡمِ هَـٰٓؤُلَآءِ بَنَاتِي هُنَّ أَطۡهَرُ لَكُمۡۖ فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَلَا تُخۡزُونِ فِي ضَيۡفِيٓۖ أَلَيۡسَ مِنكُمۡ رَجُلٞ رَّشِيدٞ
او قوم يې په منډه ورته راغى او دوی وړاندې هم بد كارونه كول، ويلې اى قومه! دا زما لوڼې ستاسو لپاره ډېرې پاكې دي، نو الله نه ووېرېږى او ما د خپلو مېلمنو په هكل

Scroll to Top