زما او د دنیا سره څه دي، په دنیا کې زما بېلګه د هغه سپور لاروي په څېر ده چې د یوې ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پرېږدي او ترې لاړ شي
د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پُزي ویده شو، نو کله چې راپاڅېده په ډډو کې یې د پُزې نښې پاتې شوې وې، نو موږ وویل چې اې د الله رسوله، که یو نرم توشک مو درته چمتو کړی وی، هغه وفرمایل: «زما او د دنیا سره څه دي، په دنیا…

